د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د نوي هوايي میدان جوړېدو لپاره ارزونې پیل شوي


د افغانستان د ولسمشر ستر سلاکار ویلي چې د ننګرهار د اوسېدونکو غوښتنې پر اساس دغه ولایت کې نوی هوايي ډګر جوړیږي. فاضل فضلي په خپل فیسبوک پانې کې لیکلي چې د دغه میدان عملي کار به اوه میاشتې وروسته پیل شي.

په دغې لیکنې کې راغلي چې د غه میدان جوړېدو لپاره درې اونۍ مخکې د چارو ارزولو لړۍ پیل شوې او یو ایټالیوي شرکت سره د ۵۶ میلیونو افغانیو هوکړه شوې تر څو دغه چارې په پینځو میاشتو کې سرته ورسوي خو دا نه دي ویل شوي چې د ټولې پروژې لپاره څومره بودیجه ځانکړې شوې.

د لیکنې پر اساس د نوي هوايي میدان جوړولو لپاره اوس مهال د روداتو او ګمبیري دښتې کې د ارزولو چارې روانې دي ترڅو مناسب ځای ورته وټاکل شي.

ښاغلي فضلي دا هم ویلي چې د دغې پروژې ملاتړ د افغانستان ملي بودیجې له خوا کیږي او چارې به یې د جمهوري ریاست عملیاتي واحد له خوا پر مخ ځي.

ننګرهار د افغانستان د پینځو لویو ولایتونو دی چې هوايي ډګر یې د جلال اباد نهمه ناحیه کې دی خو بهرني ځواکونه پکې مېشت دي.

د ننګرهار په شمول، لغمان، کونړ او نورستان کې اوس مهال داسې هوايي ډګر نشته چې ملکیان ترې ګټه واخلي.

د دې ولایتونو خلک اکثرا کابل ته راځي تر څو د حامد کرزي هوايي ډګر په واسطه کورني او بهرني پروازنه وکړي.

د ننګرهار ولایت چارواکي‌ د دې پروژې پیل مثبت اقدام بولي او وايي په بشپړېدو سره به یې د یادو ولایتونو اقتصادي وده چټکه شي.

XS
SM
MD
LG