د لاس رسي وړ اتصالات

داعش او د اقلیم بدلون نړۍ ته لوی ګواښونه دي- سروې


د امریکا د پیو تحقیقاتي مرکز د نوې سروې له مخې یو شمېر خلکو په ۲۰۱۷ کال کې داعش او د اقلیم بدلون نړۍ ته دوه لوی ګواښونه ګڼلي دي.

دا سروې په ۳۸ هېوادونو کې شوې او زرګونه خلک په کې پوښتل شوي دي. له خلکو د داعش، اقلیم د بدلون، انټرنټي بریدونو، اقتصادي بحران او د عراق او سوریې د مهاجرو د کړکیچ په اړه پوښتنې شوې دي.

په سروې کې همدغه راز په نړۍ باندې د امریکا، روسیې او چین د نفوذ او اغیز په اړه هم خلک پوښتل شوي دي.

په پوښتل شویو کسانو کې یې شاوخوا ۶۰ فیصده ویلي چې داعش او د اقلیم بدلون د نړۍ لپاره لوې ګواښونه دي. سروې تر ډېره په منځني ختیځ، اروپا ځینو هېوادونو، اسیا او هغو سیمو کې شوې چې ناامني او د ترهګرو بریدونه په کې زیات وو.

همدغه راز په نظر پوښتنې کې ۳۵ فیصده خلکو د امریکا قدرت د نړۍ لپاره یوه یوه اندېښنه بللې ده. په ترکیې کې د پوښتل شویو سلګونو کسانو ۷۲ فیصده یېویلي چې امریکا د نړۍ لپاره خطر ده.

د سروې له مخې په جنوبي کوریا او ویتنام کېخلک د چین او په پولنډ کې بیا خلک د روسیې د نفوذ په اړه اندېښنه لري.

XS
SM
MD
LG