په متحده ایالاتو کې یو ۲۶ کلن کس دوشنبې دسمبر نهمه (لیندۍ ۱۹) په دغه هېواد کې د روغتیايي بیمې د یو ستر شرکت د رئیس د وژلو په تور ونیول شو.
د محکمې د اسنادو له مخې لویجي منجیوني په رسمي توګه په قتل، د ناقانونه وسلې او جعلي اسنادو په لرلو تورن شوی دی.
تیره اونۍ په رڼا ورځ د نیویارک ښار په یو سرک باندې د یونایټډ روغتیايي بیمې د شرکت د رئیس براین ټامسن له وژل کیدو وروسته د قاتل د نیولو لپاره هلې ځلې پیل شوې.
دې قضیې په ملي کچه غبرګونونه وپارول. په امریکا کې د روغتیايي بیمې د لوړو قیمتونو له کبله ناخوښو د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د تورن قاتل سره خواخوږي ښودلې ده.
څارنوالان په منجیوني باندې د لګېدلیو تورونو په اړه تحقیقات کوي. هغه د دوشنبې په ماښام د پنسلوانیا ایالت یوې محکمې ته حاضر کړل شو. ټاکل شوې چې هغه د دسمبر په ۲۳ بیا محکمې ته حاضر شي.
د پنسلوانیا والي جاش شپیرو وویل: "موږ د پالیسیو په اړه د اختلاف لرلو له کبله او د موقف څرګندولو لپاره خلک په بې رحمۍ سره نه وژنو. "
پولیسو تراوسه ددغه قتل ترشا د سیاسي انګیزې شتون ندی تائید کړی. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، تورن کس د ملا د درد له کبله تېر کال د جراحي عملیات کړي وو.
منجیوني په الټونا کې د مکډونلډ په یو رستورانت کې د خپل لپټاپ کمپیوټر د استعمالولو پر مهال وروسته له هغه ونیول شو چې د رستورانت یو کار کوونکی ورباندې شکي شو او پولیسو ته یې زنګ وواهه.
پولیسو وویل چې له هغه سره یې په بکس کې وسله او جعلي اسناد نیولي دي. د محکمې د اسنادو له مخې، د پولیسو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په دې وروستیو کې نیویارک ته تللی دی، منجیوني "چوپتیا اختیار کړه او په لړزېدو شو."
پولیسو ویلي، له تورن کس سره په موندل شویو اسنادو کې د هویت هغه جعلي کارت هم شامل دی چې نوموړي له پیښې وړاندې د نیویارک په منهاټن کې په یو هوټل کې د کوټې د کرایه کولو لپاره کارولی و.
له منجیوني سره داسې یو سند هم موندل شوی چې پکې د نوموړي "فکر او موخه" تشریح شوې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د تورن کس د حسابونو له مخې، هغه په کالیفورنیا کې له یو شرکت سره د کمپیوټر ساینس د ماهر په توګه کار کاوه.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو معلومات کارول شوي دي.
فورم \ دبحث خونه