د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو ځوان د ۱۰ کسانو د وژنې په تور په عمر بند محکوم شو


پیټون ګندرون
پیټون ګندرون

د امریکا د نیویارک په ایالت کې نن چهارشنبه فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۶) یو سپین پوستی زلمی د نژاد په اساس د ۱۰ تور پوستو امریکانو د وژنې په تور په عمر بند محکوم شو.

دغه ځوان پیټون ګندرون نومېږي چې د نیویارک ایالت د بفالو په سیمه کې یې دا کسان وژلي وو. ده څه موده مخکې په خپل جرم اعتراف هم کړی و. د محاکمې په مهال د قربانیانو ځینې خپلوان هم حاضر وو او له احساساتو ډکې څرګندونې یې وکړې. د یو قرباني خپلوان هڅه وکړه چې په هغه باندې ټوپ وکړي، خو هغه د پولیسو له لوري بدرګه کېده. محکمه د څو دقیقو لپاره وځنډول شوه.

په برید کې د یو وژل شوي ۶۸ کلن سړي لمسۍ سیمن کراولي بریدګر «یو ډارن نژاد پرست» وباله.

فرانس پرس اژانس وايي چې د ګندرون په برید کې د ارون سالټر په نامه یو امنیتي ساتونکی هم وژل شوی و. د هغې کونډه کیمبرلي سالټر هم په محکمې کې حاضره وه او سرې او تورې جامې یې اغوستې وې. هغې وویل: «سرې جامې مې ځکه اغوستي چې هغه [مېړه مې] د خپلې کورنۍ او خلکو لپاره خپله وینه نذرانه کړه، او تور رنګه جامې مې ځکه اغوستي چې موږ لا هم ویر کوو.»

په بریدګر باندې د کورني تروریزم تورونه هم لګول شوي وو او هغه لومړی کس دی چې له ۲۰۲۰ راپدیوخوا په نیویارک کې د کورني تروریزم په تور محکوم کېږي. بریدګر د برید په مهال ۱۸ کلن و.

هغه د ۲۰۲۲ د نومبر په ۲۸ (لړم اوومه) په خپل جرم اعتراف وکړ او هغه وخت په نیویارک کې د ایریک ولسوالۍ څارنوال جان فلاین خبریالانو ته وویل: «له شک پرته چې هغه یوه وحشتناکه انګیزه لرله او نن عدالت پلی شو.»

د پنټون ګندرون وکیل ویلي وو چې موکل یې په خپل جرم پښیمان دی. په دغه کس باندې د قتل د لومړۍ درجې او د ډله ایزې وژنې په تړاو نور تورونه هم وو.

راپورونه وايی چې هغه د دغه برید لپاره ډېر چمتوالی نیولی و او پلان یې داسې یوه سیمه په نښه کړي چې ډېر تور پوستي په کې وي. نوموړي د دغه برید لپاره درې ساعت په موټر کې سفر کړی و. د هغه د مرګ سزا مشروطه ازادي هم نلري.

پینټون ګندرون ته داسې مهال د عمر بند سزا ورکول کېږي چې ولسمشر جوبایډن تازه یو ځل بیا په ګانګرس غږ کړی دی چې د وسلو په مرسته د خشونت په مخنیوي کې اقدام وکړي.

ده مخکې هم ویلي وو چې کانګرس باید د تهاجمي وسلو د بندیز لایحه ژر تر ژره تصویب او د توشیح لپاره دې یې هغه ته واستوي.

د سه شنبې په شپه د مېشګن په پوهنتون کې وسله وال کس درې تنه ووژل او وروسته هغه مړ وموندل شو چې د پولیسو په وینا، په خپلو ډزو وېشتل شوی و.

تر دې مخکې په کالیفورینا کې په وسله والو بریدونو کې څه باندې ۱۰ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG