د لاس رسي وړ اتصالات

سخت دریځو په مالي کې ۳۰ ملکي وګړي وژلي 


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

په مالي کې مقامات وایي چې مشکوکو جهادیانو ددې هیواد په یو مرکزي ښار کې لږ تر لږه ۳۰ ملکیان وژلي دي.

د لویدیځې افریقا ددغه هیواد مقاماتو د دسمبر په څلورمه (لیندۍ ۱۲) وویل چې ترهګرو په ماپتي ناارامه ښار کې د ملکي وګړو پر یو موټر باندې ډزې وکړې.

محلي مقاماتو ویلي چې ښځې او ماشومان هم د قربانیانو په ډله کې شامل دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددغه برید د کولو ادعا نده کړې.

د مالي انتقالي حکومت ویلي چې پدغه برید کې ۱۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي. مقاماتو ژمنه کړې چې ددې پیښې عاملین به ونیسي او سزا به ورکړي.

مالي د اسلامپالو ډلو د یاغیګرۍ سره مخامخ دی، چې په ۲۰۱۲ کال کې د دې هیواد په شمال کې رامنځته شوي او تر اوسه یې په زرګونو پوځیان او ملکي وګړي وژلي دي.

په مالي کې د فرانسوي او ملګرو ملتونو د زرګونو ځواکونو د شتون سره سره پدې هیواد کې شخړې روانې دي او له دې هیواد څخه ؛اونډیو هیوادونو بورکینافاسو او نایجر ته هم پر اخې شوې دي.

یاغي ډلې اکثر قومي وژنې کوي او پر دولتي ځواکونو بریدونه کوي.

د تاوتریخوالیو پر ضد د اعتراضونو او مظاهرو په نتیجه کې تیر کال ددې هیواد پوځ حکومت نسکور کړ خو نوي واکمنان ندي توانیدلي چې د وینې تویدو مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG