د لاس رسي وړ اتصالات

مشکوکو یاغیانو په کشمېر کې پنځه هندي پوځیان وژلي


د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) سخت دریځو وسله والو پنځه عسکر وژلي دي.

د هند د پوځ یو منصبدار دیویندر انند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې یو منصبدار او څلور عسکر «د لټون د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي».

د هغه په وینا دا پیښه په کشمیر کې د هند او پاکستان ترمنځ په جلا شوې کرښه رامنځ ته شوې چې ښایي دا کار د نفوذي کسانو په واسطه شوی وي.

ښاغلي انند وویل چې د مشکوکو یاغیانو د نیولو لپاره د پلټنې عملیات په غرنۍ سیمه کې روان دي. د هندي مقاماتو په وینا دوه مشکوک یاغیان د دوشنبې په ورځ د هندي امنیتي قواو له خوا وژل شوي دي.

کشمیر د ۱۹۴۷ راهیسې چې هند او پاکستان سره بیل شول ددغو دواړو هیوادونو ترمنځ ویشل شوی دی او دواړه اړخونه د همالیا ددغې غرنۍ سیمې د بشپړه مالکیت ادعا کوي.

په تیرو دریو لسیزو کې یاغي ډلې د هندي عسکرو په ضد په جګړه بوخت دي او د کشمیر خپلواکي او یا هم د پاکستان سره یو ځای کیدل غواړي.

پدغو جګړو کې په لسګونو زره ملکي وګړي، عسکر او یاغیان وژل شوي، هند پاکستان د یاغي وسله والو په ملاتړ تورنوي، خو پاکستان دا ادعاوي تل رد کړي دي.

د هند د هندو ملتپاله حکومت صدراعظم نریندرا مودي په ۲۰۱۹ کې هغه وخت زیات شمیر کشمیریان خپه کړل چې ددغه اکثریت مسلمان میشته سیمې څخه یې نیمه خودمختاري واخیستله.

د هند د حکومت دغه اقدام د پراخو امنیتي عملیاتو او د مخابراتو د قطع کیدو سره جوخت و. هند په لسګونو زره اضافي ځواکونه واستول چې د اټکل له مخې اوس ددغو ځواکونو شمیر نژدې نیم میلیون سرتیرو ته رسیږي.

پدې وروستیو اونیو کې تاوتریخوالی هغه وخت لا هم زیات شو چې په سیمه کې ملکي کسان ووژل شول. یواځې تیره اونۍ اوه کسان د هندي ملیشه ډلې ضد یوې وسله والې ډلې له خوا ووژل شول.

پدغو وژل شویو کسانو کې د تیرې پنجشنبې په ورځ دوه تنه ښوونکي په ډزو ووژل شول چې په کشمیر او بهر کې یې عامه غوسه وپاروله. د ټولو اړخونو سیاستوالو دغه وژنې وغندلې. د فرانسې خبري اژانس د پولیسو د یوې منبع په اساس رپوټ ورکړی چې د سیمې شاوخوا ۶۵۰ اوسیونکې چې د بندو شویو مذهبي او وسله والو ډلو سره پرې د اړیکو لرلو ګمان کیده نیول شوي او قید شوي دي.

XS
SM
MD
LG