پولیس وایي دوه تنه چې ګمان کیږي ځانمرګي برید کوونکي وو، په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد یې د یوې کاتولیک کلیسا مخې ته چولي دي.
په چاودنې کې ۱۴ تنه ټپي شوي.
پیښه نن یکشنبه، مارچ ۲۸ (وري ۸) د اندونیزیا د سولاویسي ولایت د مکاسار په ښار کې شوې.
د پولیسو یو ویاند ارګو یوونو، ویلي چې امنیتي ځواکونو دوه تنه مشکوک ځانمرګي برید کوونکي د کلیسا په دروازه کې ودرول او وروسته چاودنې وشوې.
د پولیسو دې چارواکي زیاته کړه، "مونږ شک درلود چې مجرمین دوه تنه دي او په موټر سایکل سپاره وو او غوښتل یې چې د کلیسا انګړ یا دروازې ته ځانونه ورسوي."
پیښه نن یکشنبه شوې چې د کاتولیک فرقې پیروان معمولاً په همدې ورځ کلیساګانو ته د عبادت لپاره په ډله ایزه توګه ورځي.
پولیس همدرانګه وایي تر اوسه د وژل شویو کسانو شمیر ندی معلوم ځکه د پیښې په ځای کې د انسانانو د وجوډ ټوټې لا معلومې ندي چې د ځانمرګي برید کوونکي دي که د پیښې د قربانیانو.
د پیښې په هکله تحقیقات روان دي.
د اندونیزیا د مذهبي چارو وزیر یاقوت چولیل قایوماس، دا چاودنې په سختو ټکو غندلي.
ښاغلي قایوماس په یوې ویډیویي پیغام کې چې د امریکا غږ د اندونیزیا څانګې ته یې رالیږلی ویلي، "زه د ټولو مذهبونو د مشرانو نه غواړم چې خپلو پیروانو ته په ټینګار سره ووایي چې تروریزم په هیڅ مذهب کې توجیه کیدی نشي. مذهب مونږ ته د مینې، سولې او د یو بل سره د مینې کولو درس راکوي. کوم ناوړه عمل چې نن مونږ ولید، د هیڅ مذهبي ډلې چال چلند نشي کیدی."
د اندونیزیا دغه چارواکي همدرانګه په ولس غږ وکړ چې د دا شان تروریستي کړنو دې نه ډاریږي ځکه د هغه په قول ډار ټولنیزې اړیکې له منځه وړي.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې چاودنو د کولو ادعا نده کړې خو د اندونیزیا په پوهنتون کې د تروریزم یو کارپوه امریکا غږ ته ویلي چې ښایي برید کوونکي د جامعه انشاروت دوله، غړي وي.
دا سخت دریزه ډله د اسلامي دولت یا داعش سره تړاو لري.
په ۲۰۱۸ کال کې هم د اندونیزیا د سورابایا په کلیسه کې د نننۍ چاودنو په شان بریدونه شوي و چې ۳۰ تنه پکې وژل شوي و.