د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي الوتکو کرمه ایجنسي کې د حقاني شبکې ٣١ غړي ووژل


د افغانستان او پاکستان په پوله په کرمه ایجنسۍ کې پر مشکوکو وسله والو باندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ٣١ تنه وژل شوي دي.

د کرمې ایجنسۍ یو لوړپوړی چارواکي بصیر خان وزیر ویلي چې "څلور بې پیلوټه الوتکو د دوشنبې په ورځ شپږ میزایل او د سه شنبې په ورځ دوه میزایل ویشتلي دي".

ښاغلي وزیر د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې په پروني برید کې ۲۰ تنه وژل شوي چې اکثر یې طالبان وو او ١١ تنه نور په ننني برید کې ووژل شول.

د رپوټونو له مخې د امريکايي ډرون د بريد هدف د حقاني شبکې وسله وال وو چې د دغې ډلې د دوو قومندانانو ابوبکر او سنګين ولي په ګډون په کې څه دپاسه ۲۰ تنه وژل شوي دي. خبري سرچینو دا هم ویلي چې د برید پر وخت په دغه کلا کې د حقاني شبکې وسله والو غونډه درلوده.

یو طالب د رویترز اژانس ته د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي چې په پاکستان کې میشت د حقاني شبکې ١٨ غړي د دوشنبې په برید کې او شپږ نور د سه شنبې په برید کې وژل شوي دي. هغه دا هم ویلي چې ډرون په دوه دریو خټینو ودانیو برید کړی چې افغان طالبانو ترې استفاده کوله. یو بل طالب بیا د دوو طالب قوماندانانو وژل کیدل تائید کړي دي.

د کرم ایجنسۍ یو اوسیدونکي گلاب شیر د رویترز اژانس ته ویلي چې د برید له ځایه یې د ۲۰ تنو مړي ویستلي دي. هغه وایي "ډرون اکثر په دغه سیمه باندې پروازونه کوي، خو دا لوړمی ځل و چې څلور ډرون په یو وخت ولیدل شول".

د رپوټونو له مخې تیره میاشت هم د کرمې په علاقه کې د ډرون یو برید شوی و چې د حقاني شبکې درې وسله وال پکې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG