د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن پرجولیان اسانج له لګول شویو تورونو تیر شو


سویډن وايي، د ویکیلیکس ویب پاڼې پر چلوونکي جولیان اسانج له لګول شویو تورونو تیرشوی، خو د برتانیې پولیس وايي که دی د ایکوادور له سفارت څخه ووځي نو به ونیول شي.

سویډني څارنوالان د جمعې په ورځ له هغو تحقیقاتو په شا شول چې هدف یې د ویکیلیکس ورویبپاڼې په چلوونکي جولیان اسانج باندې د جنسي تیري د تور څیړل و.

خو برتانوي پولیس که د ایکوادور له سفارت څخه ووځي نو به ونیول شوي. ښاغلي اسانج په دغه سفارت کې دننه نږدې پنځه کاله تیرکړي.

۴۵ کلن اسانج د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې له برتانیې څخه سویډن ته د جنسي تیري د لگوول شوي تور له امله، د ورسپارل کیدو له ویرېېې په دغه سفارت کې پناه واخیسته.

هغه ویره درلوده چې سویډن به یې امریکا ته وسپاري او امریکا به یې د خپلو نظامي او دیپلوماتيکو اسنادو د افشا کیدو له امله چې د امریکا په تاریخ کې ترټولو لویه افشاکیدنه ګڼل کیږي،محاکمه کړي.

XS
SM
MD
LG