د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن په ناټو کې د غړیتوب لپاره له کردي ډلو ځان لرې کوي 


د سویډن د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ نومبر پنځمه (لړم ۱۴) د سویډن راډیو ته وویل، د سویډن نوی حکومت به د خلکو د ژغورنې د واحدونو په نامه د کردي ملیشې ډلې څخه ځان لرې کړي چې وکړای شي په ناټو کې د شاملیدو لپاره په خپله هڅه کې د ترکیې تائید ترلاسه کړي.

په سوریې کې د خلکو د ژغورنې کردي ملیشه او د هغې سیاسي څانګه (حزب الاتحاد الديم کراسي) د ترکیې لخوا د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) یوه څانګه ګڼل کیږي؛ کوم چې په ۱۹۸۰ کې یې د ترکیې پر ضد بغاوت پیل کړی او د ترکیې، متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې لخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه ګڼل کیږي.

سویډن، متحده ایالاتو او د ناټو څو نورو هیوادونو سره یو ځای د اسلامي دولت د ډلې (داعش) په وړاندې جګړه کې په سوریه کې د خلکو د ژغورنې واحدونو په نامه د کردي ډلې ملاتړ کاوه.

خو ترکیې ګواښ کړې چې په ناټو کې د شاملیدو لپاره به د سویډن د غوښتنې مخه ونیسي که چیرې دا هیواد ددغه ملیشه ډلو د ملاتړ څخه لاس وانخلي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم ددې هیواد عامه رادیویي خپرونې ته وویل: "د دې سازمانونو او د کردستان د کارګرانو ګوند PKK)) ترمنځ خورا نږدې اړیکې موجودې دي...دا [ترې لرې کیدل] زموږ او ترکیې ترمنځ د اړیکو لپاره ښه دي."

هغه وویل، «لومړنی هدف په ناټو کې د سویډن غړیتوب دی.»

د سویډن دا اقدام څو ورځې مخکې تر هغه کیږي چې ددې هیواد صدراعظم اولف کریسټرسن انقرې ته سفر کوي ترڅو هڅه وکړي د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان قانع کړي چې سویډن ته اجازه ورکړي چې د ناټو په پوځي تړون شامل شي.

سویډن او فنلنډ د روان کال په پیل کې په اوکراین کې د روسیې د یرغل د مستقیمې پایلې په نتیجه کې له ناټو سره د یوځای کېدو غوښتنه وکړه.

د سویډن او فنلنډ دغه غوښتنلیک د ناټو له ۳۰ هېوادونو څخه ۲۸ غړو تصویب کړی دی. د شمالي قطب د سیمې دغو دوو هیوادونو پدې اونۍ کې وویل دوی خوشبین دي چې هنګري به د خپلو اعتراضونو څخه لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG