د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن د 'پي کی کی یو غړی ترکیې' ته ستنوي 


د سویډن بیرغ
د سویډن بیرغ

سویډن د دوشنبې په ورځ جون ۱۲ (جوزا ۲۲) موافقه وکړه، چې هغه ترکي تبعه چې د نشه يي توکو په قاچاقو تورن او ځان د پي کی کی غړی بولي، ترکیې ته ستون کړي.

ترکیه سویډن تورنوي چې د ترهګرو لپاره «پناه» ځای دی او په خاص ډول د پي کی کی د غړو لپاره، چې ترکیه یې ترهګره ډله بولي.

سویډن غواړي د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي، ترکیې د سویډن د دغې غوښتنې مخالفت کړی او یو شرط یې دا دی چې ستاکهولم باید د ترکیې مخالفان ستانه کړي.

د سویډن د عدلیې وزارت یو مقام اشرف احمد فرانس پرس ته ویلي دي سویډن یو ۳۵ کلن ترکي ستنوي. دا پرېکړه د مۍ په میاشت کې د سویدن سترې محکمې کړې وه، د نشه یي توکو په قاچاقو تورن کس کې به په ترکیه کې محاکمه کېږي.

د سویډن ستره محکمه وايي چې ترکیې ته ستنول کېدونکی کس په ۲۰۱۴ کال کې د نشه يی توکو د یوې کڅوړې د انتقال په تور په څلورو کلونو او اووه میاشتو بند محکوم شوی و. هغه په مشروط ډول ازاد شوی بیا سویډن ته ولاړ او د اګست په میاشت کې د ترکیې د څارنوالو په غوښتنه ونیول شو.

دغه کس ادعا کوي چې د ترکیې د حکومت له لوري د هغه د نیول کېدو اصلي علت د کردانو د پلوي خلکو دموکراتیک ګوند [پي کی کی] سره د هغه روابط او د کردستان کارګر ګوند سره یې ملاتړ دی.

ترکیه له سویډن څخه غواړي چې په خپلې خاورې کې هغو افراطي ډلو په ضد اقدامات وکړي چې د ترکیې چارواکو په وینا د ۲۰۱۶ کال په ناکامې کودتان کې دخېل وو. کردان له ډېر وخت څخه د حکومت په ضد د خپلې ازادۍ لپاره د ترکیې د حکوم په ضد جنګیږي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزارت وايي د چهارشنبې په ورځ به د دواړو هېوادونو چارواکي سره ګوري چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په مسئلې خبرې وکړي.

ترکیه او هنګري د ناټو دوه غړي دي چې لا یې هم په دغه تړون کې د سازمان د غړیتوب غوښتنه تائید کړې نه ده. په اوکراین باندې د روسیې له یرغل څخه وروسته سویډن او فنلنډ د ناټو د غړیتوب هڅه پیل کړه او په دې سره یې خپل دوه سوه کلن پوځي او سیاسي ناپیلتوب ته د پای ټکی کېښود. فنلډن د ناټو یودېرشم غړی شو، خو د سویډن مسئله لا روانه ده.

XS
SM
MD
LG