د لاس رسي وړ اتصالات

سویفټ وايي چې د ایراني بانکونو سره یې اړیکې قطعه کړي


د نړۍ د الکټرونیکي تادیاتو تر ټولو لوی سیسټم وایي چي د هغو ایراني بانکونو سره به اړیکي قطع کړي چي د اروپایي اتحاد په تور لیست کي دي. او دا د لویدیځ د هغو هلو ځلو یو بل اقدام دی چي غواړي د ذروي پروگرام په تمویل کي د تهران قابلیت نور هم پسې کم کړي.

په بلجیم کي دیره دغي مؤسسې چي د بانکونو تر منځ د مخابراتو نړۍ واله مالي ټولنه یا ( سویفټ ) نومیږي، ویلي دي چي د اروپایي اتحاد د فیصلې طرفداري به وکړي او د شنبې تر ورځي پوري به د ایران مالي شرکتونه د خپل پیغام رسونکي سیسټم نه وباسي.

د امریکا د خزانې وزارت د اروپایي اتحاد ددې اقدام او د ( سویفټ ) د چټک جواب هرکلی وکړ او ویې ویل چي دا به د ایران مالي مؤسسې نوري هم گوښه او منزوي کړي.

دسوېفټ له سیستم نه دایران د بانکونو ایستل به د تهران هغه مهم قابلیت له منځه یوسي چې له نورې نړۍ سره پرې تجارتي اړيکی لری. امریکا او اروپايی اتحاد د ایران 23 بانکونه په نښه کړی دي چې د سویفټ له لارې پرې بندېزونه ولگول شی.

شهرام اکبر زاده د میلبورن په پوهنتونو کې د منځني ختیځ او مرکزي اسیا د چارو پروفیسور دی. نوموړی وايي چې دا اقدام به د ایران پر ا قتصاد ډېرژور اثر ولري. خو هغه وویل چې دی په دې کې شک لري چې ایران به دېته اړباسی چې له خپل اټومي پروگرام نه لاس واخلي اوکه نه.

اکبرزاده په یوې مرکه کې ووېل : "... دی په دې کې پوخ شک لري چې دابندېیزونه به هغه مطلوبه نتیجه ورکړی اوکه نه. داېران دانقلاب تاریخ څرگندوی چی دغه رژیم خپل دریځ دنړیوالی ټولنې دگواښونو او بندیزونو په وړاندي سخت کړیدی. "

د منځني ختیځ د چارو یو بل ماهر جانتن اډل من چې د ډینور په پوهنتون کې استاد دی وایی چې پرایران باندې د نړېوال فشار زیاتولو کې بندیزونه یو مهم اقدام گڼل کېږي. هغه هم امریکا غږ ته په مرکه کې وویل چې دا بندیزونه به په هغه وخت کې ډېری اغیزې ولري چې نړېوال ېې په پراخه توگه ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG