د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیان کې د لامبو وهلو او واټرپولو ورزش سیالۍ


په بامیان ولایت کې د افغانستان د شپږو ولایتونو د څه دپاسه ١٣٠ لوبغاړو ترمنځ د لامبو او واتر پولو سیالۍ تر سره شوې.

د واټرپلو دغه سیالۍ د بند امیر په اوبو کې وشوې. ددې لوبو جوړونکي وایي ددې سیالیو هدف په افغانستان کې د سولې او دوستۍ ټینگښت او د لامبو د ورزش وده ده.

دا دوهم ځل دی چې په بامیان ولایت کې دغه ډول سیالۍ کیږي. په دغو لوبو کې د واټرپولو ورزش ملي ټیم او د هرات، کابل، غزني، بلخ، بامیان او دایکندي ولایتونو لامبو وهنکو سره سیالۍ وکړې.

دا لوبې په دریو کتگوریو کې تنکي ځوانان، ځوانان او پوخ عمر لرونکو لوبغاړو تر منځ وشوې. په دې سیالیو کې د کابل لوبغاړو لمړی، هرات دوهم او بلخ دریم مقامونه وگټل او د دایکندي ولایت لوبډلې د سیالیو د "اخلاقو" جام ترلاسه کړ.

ددې لوبو جوړونکي وایي چې دا ډول ورزشي سیالۍ د افغانانو ترمنځ ملي وحدت پیاوړی کوي او د ورزش ودې ته زمینه برابریږي.

له بلې خوا په داسې حال کې چې ورزشکاران ددې نوښت هرکلی کوي وایي چې افغان دولت تر اوسه د لامبو او واټرپولو ورزش د تمرینونو لپاره کوم ځانگړی ځای نه دی جوړ کړی.

په بند امیر کې د واټر پولو ورزش سیالۍ
په بند امیر کې د واټر پولو ورزش سیالۍ

د افغانستان د لامبو ورزش د ملي ټیم غړي علي‌اصغرنظري د امریکا غږ ته ویلي چې "مونږ د تمرین لپاره کوم ځانگړی ډنډ یا حوض نه لرو نو مجبور یو چې په شخصي او خصوصي حوضونو کې چې جوړ شوي تمرینونه وکړو او زیاتې پیسې مصرف کړو".

د یادونې وړ ده چې د واټر پلو په ورزش کې دوه اوه کسیز ټیمونه یو د بل په مقابل کې د اوبو په منځ کې په یو نښه کړای شوي میدان کې سیالي کوي. د هر ټیم غړي هڅه کوي د لوبې بال (پنډوسکه) په لاس یو بل پاس کړي او د موقع نه په استفادې مقابل لورې ته گول ورکړي.

د بامیان ولایت بند امیر چې د اوبو اوه طبیعي بندونه لري د واټرپولو د ورزش د لوبغاړو په باور ددې ورزش د سیالیو لپاره خورا ښه ځای دی.

XS
SM
MD
LG