د لاس رسي وړ اتصالات

سویس شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستنوي


د ملګروملتونو د یو تازه راپور له مخې اروپايي هیوادونو ته سږکال بیا زیات شمیر افغان کډوال تللي دي.
د ملګروملتونو د یو تازه راپور له مخې اروپايي هیوادونو ته سږکال بیا زیات شمیر افغان کډوال تللي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، سویسي چارواکو ورته له دغه هیواد څخه افغانستان ته په نږدې راتلوونکي کې د دوو سوو افغان کډوالو د ستنولو خبر ورکړی دی.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري امریکا غږ سره په مرکه کې وویل سویسي چارواکي په ترکیه کې یوه غونډه کې چې د دغه وزارت مرستیالې میرمن عالمې یې مشري کوله په دې اړه غږېدلي او د خپل حکومت دریځ یې افغان لورې ته څرګند کړی دی.

د سویس افغانستان او د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ دا درې اړخیزه دویمه تخنیکي غونډه د چهارشنبې په ورځ ( لړم لومړۍ) په ترکیه کې جوړه شوې وه.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سویس د پلاوي مشرې میرمن ونسنزه مچولیني دې غونډې ته ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ افغان کډوال چې اکثره یې د اوسیدانې قانوني اسناد لري اوسیږي.

خو دغې سویسۍ چارواکې ویلي چې د دغه شمیر شاوخوا یو فیصد، چې د اوسیدانې اسناد نلري باید افغانستان ستانه کړی شي.

میرمن ونسنزه مچولیني افغان پلاوي ته ویلي چې هغه شمیر افغانان، چې د سویس څخه افغانستان ته شړل کیږي، هغوی سره به د نغدو پیسو مرسته وشي او هم د ستنیدلو وروسته به یې د کار او کسب غم وخوړل شي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت مرستیالې د سویس څخه افغانستان ته د دوو سوو افغانانو په ستنیدلو اندیښنه ښودلې ده.

میرمن عالمې ویلي " اوس هم په افغانستان کې یو لړ امنیتي ګواښونه شته دی له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول د سویس څخه غوښتنه لرم، چې د کډوالو سره د صبر او زغم څخه کار واخلي".

افغان حکومت د سویس څخه غوښتي، چې افغانستان کې ستنیدونکو افغانانو په بیا میشته کیدو کې ور سره مرسته وکړي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې " آی او ایم" د دې اونۍ د راپور له مخې د ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر تیرې اونۍ پورې ۱۵۵۳ افغان کډوال له اروپايي هیوادونوڅخه افغانستان ته ستانه شوي، چې د دغه شمیر ۶۴۹ یې په خپله خوښه او پاتې نور د هغوی د رضا پرته افغانستان ته استول شوي دي.

د ملګروملتونو د یو تازه راپور له مخې اروپايي هیوادونو ته سږکال بیا زیات شمیر افغان کډوال تللي دي.

XS
SM
MD
LG