د لاس رسي وړ اتصالات

سورېې او روسېې نن بیا پر ادلیب هوايي بریدونه وکړل


 د سورېې د جنگ مخالفینو سږکال په لندن کې مظاهره کړې وه او دا شعار ېې ورکاوه چې پر سوریه بمباري مه کوئ!
د سورېې د جنگ مخالفینو سږکال په لندن کې مظاهره کړې وه او دا شعار ېې ورکاوه چې پر سوریه بمباري مه کوئ!

ملگرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چی په ادلېب کې هرډول نظامی عملیات لږ تر لږ اته سوه زره کسان نورو هېوادونو ته په تېښته ا ړ کولی شي.

نن د یکشبنی په ورځ هم د شپې له خوانه د اسد د رژیم او نظامی ملاتړ روسېې جنگي الوتکیو پر ادلیب هوايي بریدونه وکړل. یو ه ځوانه انجلۍ پکې ووژل شوله او شپږ تنه پکې زخمیان شول.

په ادلیب کې په دا اوس وخت کې دوه اعشارینه نهو ملیونه انسانان اوسیږي. د سورېې دبشري حقونو د څارادارې یوه څارونکی وویل لږ ترلږ یو ماشوم پکې وژل شویدی.

نن دویمه ورځ ده چې په ادلیب کې پر یاغیانو بمباری کیږي. په تهران کې د جمعی په ورځ روسیه ، ترکیه اوایران په دې کې ناکام شول چې د حکومت د تهاجمی برید د مخنیوي لپاره یوې روغی جوړې ته ورسېږي.

د سورېې د بشري حقونویوه څارونکې اداره چې په لندن کې دیره ده، وايي هوايي بماري د ترکېې سرحد ته نیژدې د یکشنبی د ورځې په نیمايي کې پیل شوله.

دغه اداره وايی درژیم هېلیکوپټرونو تقریبا شپیته بیرل بمونه د هابېت او ادلیب پر جنوبی برخو وغورزول. ېوه ځوانه نجلی پکې ووژل شوله او شپږ تنه نور پکې زخمیان شول. په بل نیژدې ولایت حآمه کې د روسانو جېټ ا لوتکیو د یاغیانو پر سنگرونو تر لسو نه زیاتې بمبارۍ د اللطامنة پرکلي وکړلې.

په دغو بریدونو کې پنځه تنه یاغیان زخمیان شول، او د کلي هغه روغتون ېې هم له منځه یووړ چې په دې کلي کې په یوه زیرزمینۍ جوړ شوی و.

دادلیب له نیمايی نه زیاته علاقه د هیئت التحریر الشام د ایتلاف تر ولکې لاندې ده.د ادلیب پاتې برخه د سیالو یاغیانو په لاس کې ده. یوازې جنوب ختیځه برخه ېې د سورېې د حکومت په لاس کې ده. په دغه ایتلاف کې دالقاعده پخوانۍ همفکره ډلې سره یوځای شوې دي. د تحریرالشام ډله په لطاکیه کې چی د حلب په ولایت کې پرته سیمه ده هم حضور لري.

دتیرې شنبی راهیسې د ا دلیب له جنوب ختیځې برخې نه په سوونو کورنۍ تښتېدلې دي، د بشری حقونو د څارنې موسسه وايی چی د روسانو هوايی بریدونه ترټولو نه زیات شدید دي.

دادلیب د عامې روغتیا وزیر منظر الخلیل وايی چی دی د سورېې په اوه کلنه وسله واله شخړه کې د ډیرې سختې تاوانی غمیزې اټکل کوي.

ښاغلي خلیل وویل چې ژنیو ته ېې ددې لپاره سفر وکړ چې دیپلوماتان او دملگرو ملتونو چارواکي دېته وهڅوي چې ددې غمیزې د پېښېدلو مخنیوي وکړي.

ملگرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چی په ادلېب کې هرډول نظامی عملیات لږ تر لږ اته سوه زره کسان نورو هېوادونو ته په تېښته ا ړ کولی شي.

د ادلیب د بمباري دویمه ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

دیادونې وړه ده چی د سورېې په اوه کلنه شخړه کې تراوسه پورې ٣٥٠ زره کسان وژل شویدي او په ملیونونو نور بې کوره او نور و هېوادونو ته کډوال شویدی. د سورېې کورنۍ جگړه په ٢٠١١ کال کې د بشار الاسد د ځپونکی رژیم خلاف د مظاهرو او اعتراضونو په توگه پیل شوله او ترنن پورې دوام لري.

XS
SM
MD
LG