د لاس رسي وړ اتصالات

د اسد د رژیم ستراتیژیکه بریا


لویدیځ هیوادونه د سوریې حکومت، روسیې او ایران ته ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو د اوربند د پلان سره موافقه وکړي
لویدیځ هیوادونه د سوریې حکومت، روسیې او ایران ته ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو د اوربند د پلان سره موافقه وکړي

د سوریې حکومتي ځواکونو د حلب ښار په ختیځ کې پنځه سیمې نیولي دي او دا پرمختګ ستراتیژیکه بریا ګڼي.

له بلې خوا د ترکیې اردو د سوریې په الباب سیمه کې د داعش پر مرکزونو د خپلو هوايي بریدونو ویدیو خپره کړېده. خو لویدیځ هیوادونه د سوریې حکومت، روسیې او ایران ته ټینګار کوي چې د ملګروملتونو پلان ومني.

د سوري پوځ رسنیو مرکز د حلب د ختیځې ساحې ویډیو چې د چهارشنبې په ورځ جوړه شوې خپره کړېده. د چاودونو او ډزو غږونه پکې اوریدل کیږي.

د سوریې د دولتي رسنیو له قوله، حکومتي ځواکونو او متحدینو يي د حلب د ښار نورې لرغونې سیمې هم نیولې دي او د خپل نفوذ ساحه یې په دغه ښار کې چې د ۲۰۱۲ کال راهیسې د وسله والو مخالفینو په لاس کې و، نوره هم پراخه کړيده. د حکومت وسله والو مخالفینو تر اوسه د حکومت ددې پرمختګ په اړه کومه تبصره نده کړې.

د سوریې د بیاپخلاینې وزیر علي حیدر په حلب کې د یاغیانو پرضد پرمختګ سترایژیکه بریا بولي او وایي کیدای شي چې په سیاسي بهیر اغېز وکړي.

علي حیدر وايي په حلب کې پرمختګ ارزښتناک او ستراتیژیک دی، ځکه دا به په بشپړه توګه سیاسي بهیر بدل کاندي.

ښاغلي علي حیدر دا تبصره په دمشق کې د چین له استازي سره له ملاقات نه وروسته وکړه.

د بیا پخلاینې لپاره دا مقام ددی مسؤلیت لري چې د جګړې د ختمولو لپاره د حل سیاسي لاره پیدا کړي. په دې کې حکومت ته د مخالفینو د سیمو تسلیمول شامل دي او په بدل کې یي وسله والو مخالفینو ته اجازه ورکول کیږي چې هغو نوروسیمو ته ولاړشي چې ددوی ترولکې لاندې دي.

سوري رژیم د اوربند غږ نه مني

د حلب په ختیځ کې سوري یاغیانو د چهارشنبې په ورځ د یو پنځه ورځني بیړني اوربند او د ملکي خلکو او زخمیانو د ایستلوغوښتنه وکړه. خو، یاغیانو داسې و نه ښودله چې له خپلو سیمو نه په شا شي لکه څنگه ېې مسکو او دمشق غوښتنه کوي.

پردې سربیره، د روسیې د بهرنیوچارو وزیر خبردارې ورکړ چې که په محاصره ساحو کې وسله وال په شا نشي، ټول به د ایتلاف لخوا له منځه یوړل شي.

خو لویدیځ هیوادونه د سوریې حکومت، روسیې او ایران ته ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو د اوربند د پلان سره موافقه وکړي.

د جرمني، فرانسې، ایټالیې، متحده ایالاتو، کاناډا او بریتانیې مشرانو په برلین کې د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو د سوریې په حلب کې دبیړني اوربند غوښتنه وکړه. او د روسیې او ایران لخوانه د سوریې د حکومت ملاتړغندلی دی.

XS
SM
MD
LG