د لاس رسي وړ اتصالات

بشارالاسد: د انتخاباتو مخکي واک نه پرېږدم


د سوریې حکومتي تلویزون وايي چې د سوریې حکومتي ځواکونه د القېصر ښارګوټي ته ننوتلي دي. حکومت د یوې اونۍ راهیسي د دغه ښارګوټي د نیولو دپاره پراخ نظامي عملیات پیل کړي دي. نوموړی ښارګوټی ستراتیژیک ارزښت لري ځکه پلازمېنه دمشق د مدیترانې د ساحل سره نښلوي.

د سوریې حکومتي تلویزون وویل چې حکومتي ځواکونه د یکشنبې په ورځ نوموړي ښارګوټي ته ننوتل او د ننوتو سره سم یې د ترهګرو په نښه کول پیل کړل. د سوریې حکومت د بشارالاسد ضد مخالفینو ته چې د دوو کلونو راهیسي هڅه کوي چې هغه د قدرت څخه راوپرځوي، د ترهګرو خطاب کوي.

په بریتانیې کې میشت د بشري حقوقو نظارتي ډلې ویلي دي چې په نښتو کې لږ تر لږه ۳۰ کسه وژل شوي دي چې ۱۶ په کښي د حکومت ضد وسله وال دي.

یوه سوریه يي چارواکي لویدیځو خبري آژانسونو ته ویلي دي چې حکومتي ځواکونو د ښاروالی تعمیر او نورې ودانۍ نیولي دي خو دغه خبر په مستقله توګه تاییدای نشي.

د سوریې دبشري حقوقو ډلې وايي چې حکومتي ځواکونو د القېصر د ښار د نیولو دپاره سخت هوايي او ځمکني بریدونه وکړل چې په لړ کې یې د خلګو کورونه ویجاړ شول. دوي وايي چې حکومتي ځواکونه چې د بشرالاسد طرفدارې میلشې او د حزب الله د ډلې غړي هم ورسره مل وو، پر یادشوي ښارګوټي باندي یې بریدونه وکړل.

په عین حال کې د سوریې ولسمشر بشارالاسد ویلي دي چې هغه به د راتلونکي کال تر انتخاباتو پوري د واک څخه لاس وانخلي.

د ښاغلي اسد څرګندونې د شنبې په ورځ د ارجنتاین د کلارین په نامه ورځپاڼې کې خپرې شوې. د تیرې میاشتې راهیسې کله چې امریکا او روسیې موافقه حاصله کړه چې د سوریې حکومت او مخالفین به د خبرو دپاره سره کښېنوي ترڅو د سوریې مسلې ته یوه سوله ایز حل لاره پیدا سي، دا لومړی ځل دی چې بشارالاسد خپل د راتلونکي سیاسي سرنوشت په هکله خبرې کوي.

واشنګټن او ماسکو دواړو د سوریې د شخړې د مخالفو اړخونو څخه ملاتړ کړی دی. دا په داسي حال کې ده چې د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې ریْس سترجنرال مارټین ډیمبسي په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سوریې ته د روسیې له خوا نه د میزایلونو لېږونه ناوړه اقدام دی. هغه داسي وویل: ،،دغه پریکړه حد اقل یوه ناوړه پریکړه ده چې د سوریې د رژیم مورال به لازیات قوي کړي او د خلګو زورنه به ادامه وموندي. فلهذا دا یوه بې وخته او ناوړه پریکړه ده.،،

په عین حال کې د امریکا ددفاع وزیر چک هېګل هم د روسیې څخه غوښتي دي چې پر خپلې پریکړې دي د سره غور وکړي. ،،مونږ د روسانو سره کار ته ادامه ورکوو چې د هغوي ګټې په پام کې ونیسو او مونږ ټول هغه څه کوو چې دخیل قدرتونو په دې قانع کړو چې د نظامي لارو چارو په پراخولو کې د احتیاط او دقت نه کار واخلي.،،

د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ریپوټ ورکړی دی چې روسیې سوریې ته د بیړۍ ضد کروز میزایلونو لېږلي دي او دا ځل یې میزایلونه ډیر پرمختللي دي. روسیې ویلي دي چې دغه هیواد یواځي خپل ملکفیت پرځای کړی دی چې د سوریې سره یې د قرارداد له مخې ردلودی او هیڅ علاقه نلري چې د سوریې ولسمشر بشرالاسد دي په واک کې پاته شي.

د سوریې په شخړه کې تر اوسه پوري د ۸۰ زره نه زیات خلګ وژل شوي دي او څو میلیونه سوریه یان د خپلو کورنو څخه بېځای شوي دي.
XS
SM
MD
LG