د لاس رسي وړ اتصالات

دسوریې د کیمیاوي وسلو د برید مړي ۳۵۵ تنو ته ورسېدل


د مرستو یوه اداره وايي چې د سوریې په کیمیاوي برید کې دمړیو شمیر 355 تنو ته رسیدلی دی. پخوا دغه شمیر 136 ښودل شوی و. دسوریې دولتي مطبوعاتو یاغیان په دې تورن کړي دي چې هغوي دحکومتی قواو خلاف د شنبې په ورځ دمشق ته نږدې نښتو کې کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي.

دمرستو یوه نړېواله اداره چې مرکزیې په پاریس کې دی وايي چې دوي د مړیو شمیر چې د یوې ادعا له مخې د کیمیاوي وسلو په برید کې وژ ل شویدي، معلوم کړی دی . دغه شمیر 355 ښودل شویدی.

د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه وايي چې هغه درې روغتونونه چې دوي یې په ختیځ دمشق کې ملاتړ کوي، دیوه رپوټ له مخې هغوي ته تقریبا 3600 ناروغان ورغلي دي او دنیورو ټاکزیک یا داعصابو یوقسم زهرجن ګاز نښې نښانې پکې لیدل شویدي.

ددغو روغتونونو په رپوټ کې راغلي دي چې دا اعصابو د زهرجن ګاز نښې نښانی د چارشنبی په سهار له برید نه تقریبا درې ساعته وروسته د برید په ځاې کې لیدل شویدي.

په عین حال کې د برتانیې د بشري حقونو دڅارنې ادارې بیا نن د شنبې په ورځ وویل چې ددغو کیمیاوي وسلو د استعمال له امله چې ادعا یې شویده، د وژل شویو کسانو شمیر تقریبا 322 ته رسیدلی دی او په دې کې څلورماشومان هم شامل دي.
XS
SM
MD
LG