د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د مسلې د حل لپاره ډیپلوماسۍ زور اخیستی


دسورېې د شخړې داوارولو لپاره ډیپلوماسۍ زور اخېستی دی، د سولې استاځی الاخضر براهیمی د سه شنبی په ورځ په سوریه کې د ېوه عبوري حکومت د تاسېس لپاره غږ وکړ. دغه حکومت به ترهغه وخت پورې دهېواد چارې پرمخ بیايي څو پورې چې انتخابات نه وي شوي.

دبراهیمی تبصرې په داسې وخت کې وشوې چې د سوریې استاځی په مسکوکې و. روسېې هم نن د پنجشنبی په روځ ووېل چی دوي خپلې هلې ځلې په دې برخه کې زېاتوي چې په سوریه کې روانه مرگ ژوبله پای ته ورسیږي.

الاخضر براهیمی پلان لري چې د شنبی په ورځ روسیې ته ولاړسي او دسوریې په برخه کې خبرې وکړي. هغه خبریالانو ته په دمشق کې وویل چې عبوري حکومت باید د سقوط په لورې ولاړنشي ؛ نه باید حکومت سقوط وکړي او نه یې باېد نورې دولتی موسسی سقوط وکړي.

براهیمی داتبصری په داسې وخت کې وکړلی چې سوریې ته هغه خپل سفر پای ته ورساوه . په دغه سفر کې هغه له ولسمشر بشارالاسد سره هم خبرې وکړلې.
XS
SM
MD
LG