د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سوریه کې پراخ بنسټه سیاسي بدلون غواړي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې د سوریې د بحران په اړه به د همدې میاشت په اخره کې په نیویارک خبرې وشي. ښاغلي کیري وویل یوه داسی سوریه غواړي چې متحده اوسي، د فرقوي شخړو پاکه وي، او په راتلونکې کې د ټولو غاړو په تاید د ټاکنو له لارې خپل مشرتابه وټاکي.

دا پداسې حال کې ده چې په ټولنیزیو رسنیو کې خپرې شوې ویدیوګاني ښيې چې د دسمبر په پنځمه او څلورمه ورځو کې د سوریي په حلب او لاتانا ښارونو کې بمي چاودنې وشوې او توغندي ویشتل کیدل.

د شنبې په ورځ د بریتانیي د دفاع وزیر مایکل فالن په قبرس کې د بریتانیي شاهې هوایي ځواک ته په وینا کې وویل چې د داعش ډلې د بریتانیي دننه او بهر خلکو ته ګواښ پیښ کړې او د خپلو ځواکونو يي وغوښتل چې د داعش مرکزونه سخت بمبارد کړي.

ښاغلي فالن وویل "د همدې لپاره موږ خپل هوايي ځواک تاسو ته دوه برابره کوو او د همدې لپاره له تاسو غواړو چې پر هغوئ کلک بریدونه وکړئ. د هغوئ د سوق او ادارې قومانداني له منځه یوسئ، چې د هغوئ د درامد منبعې وچې او د هغوئ د تمویل لارې بندې شي"

بلخوا د سوریي د حکومت مخالفینو ته اړوندې رسنۍ خبر ورکړی چې گواکې روسي جنګي جټ الوتکې نن یکشنبې د سوریي په شمالي ښار چې د حکومت ضد یاغیانو په واک کې دی، سخت بمبارد کړې، لږترلږه اتلس تنه یي وژلي او لسګونه نور یي زخمیان کړي دي.

بل لورته د شنبې په ورځ په دمشق کې د ځاني دفاع په نوم دریمه ډله هم د نظامي روزنې وروسته فارغه شوه. تردی یوه میاشت مخکې همدې داوطلبو سیمه ایزه ځواکونو د امنیت د تامین په نوم خپل ملاتړ پیل کړې و. ددی دفاع خودي محلي قطعی قوماندان یاسر بازو وایي دوئ د دفاع خودي دا ډلې تنظیم او وروزلې ترڅو په هغو سیمو کې امنیت اوثبات تامین کړي چې د سوریي د اردو لخوا آزادې شوي دي. او وایي دا ځواک أصلا د سیمه ایزه خلکو تشکیل شوی دی.

سوریه د ۲۰۱۱ کال راهیسې په جګړه کې ده. تراوسه پکې شاوخوا ۲۵۰ زره خلک وژل شوي او د سوریې نیمایي نفوس د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي. اوس د جګړې له امله څلور میلونه خلک له هیواده بهر مهاجر دي او څه ناڅه اوه اعشاریه شپږ ملیونه د سوریي دننه بی ځای شوي دي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG