د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې یوې چاودنې ۱۸ تنه ووژل


لا د چاودنې دقیق علت معلوم نه ده
لا د چاودنې دقیق علت معلوم نه ده

له سوریې څخه راپورونه وایي چې د دغه هېواد په شمال کې په یوې چاودنې کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شو‌ي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

د سوریې د حکومت مخالف فعالان وايي چې چاودنه ډېره زوروره وه او یوه پنځه پوړه ودانۍ یې هم نړولې ده چې ډېر خلک ترې لاندې شوي‌ دي.

په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي‌ چې چاودنه د یکشنبې په ورځ‌ (اګست۱۲) له ترکیې سره په سرحد کې د سرمدا په سیمه کې شوې ده،‌ خو لا د چاودنې دقیق علت معلوم نه دی.

دا هم معلوم نه دی چې په قربانیانو کې یې څومره نظامیان او څومره نور ملکیان دي. په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري ‌حقونو د څار ډله وايي‌ چې تر دغې ودانۍ لاندې د مهماتو کومې زېرمې وې، له منځه تللې دی.

دا ډله وايي د مهماتو زېرمې د وسلو د یو کاروباري سړي وې چې د القاعده ډلې، د تحریرالشام، له څانګې سره یې اړیکې لرلې.

دا چاودنه داسې مهال کیږي‌ چې د سوریې حکومت پوځ د ادلب په ولایت کې له اورپکو سره په جنګ بوخت دی.

XS
SM
MD
LG