د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر مړ شو


ولید المعلم د ۲۰۰۶ کال راپدیخوا د سوریې د بهرنیو چارو وزیر و.
ولید المعلم د ۲۰۰۶ کال راپدیخوا د سوریې د بهرنیو چارو وزیر و.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم نن د دوشنبې په سهار، نومبر ۱۶ (لړم۲۶) د ۷۹ کالونو په عمر مړ شو.

د سوریې په دولتي تلویزیون کې د ښاغلي معلم د مړینې خبر خپور شوی خو د هغه د مرګ علت پکې ندی روښانه شوی خو داسې ویل کیږي چې هغه د څو کالونو راپدیخوا د زړه رنځ درلود.

ولید المعلم چې په سوریه کې یو سابقه دار دیپلومات و د ۲۰۰۶ کال راپدیخوا د بشارالاسد په رژیم کې د بهرنیو چارو وزیر و. هغه د دیپلومات په توګه خپل کار په ۱۹۶۴ کال کې پیل کړی و.

المعلم د جمهور رئیس بشارالاسد سرسخت ملاتړی و او د سوله ایزو مظاهره چیانو په خلاف د حکومت د ځپونکو اقداماتو چې مرګ ژوبله به یې هم درلوده، تل ملاتړ کاوه.

د سوریې د حکومت یوې سرچینې ویلي چې ټاکل شوې د المعلم مرستیال فیصل مکداد به د نوي بهرنیو چارو وزیر وټاکل شي.

المعلم د بهرنیو چارو د وزیر تر څنګ د سوریې د صدراعظم مرستیال هم و. هغه د امریکا په متحدو ایالاتو کې د سوریې د استازي په توګه هم کار کړی و او د ۱۹۹۰ په لسیزه کې د اسرائیل سره د سولې په ناکامو مذاکراتو کې هم نقش درلود.

د سوریې دغه مشهور دیپلومات په ۱۹۴۱ میلادي کال کې زیږیدلی و. هغه د سُني مذهب پیرو و خو په عامه توګه یې په سوریه کې یې د مسکو او ایراند نفوذچې شعیه هیواد دی، ملاتړ کاوه.

XS
SM
MD
LG