د لاس رسي وړ اتصالات

په ویانا کې د سوریې په اړه خبرو کې پرمختګ شوی


اوس هم د بشارالاسد د سیاسي سرنوشت په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ اختلافات موجود دي.
اوس هم د بشارالاسد د سیاسي سرنوشت په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ اختلافات موجود دي.

د سوریې د راتلونکي په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کوونکو وویل چې په پاریس کې د جمعې د ورځې خونړي بریدونه دا ښيي چې ضرورت یې شته چې د سوریې د بحران د حلولو لپاره دې هڅې ډیرې شي.

د امریکا، روسیې، ایران او ملګروملتونو د استازو په ګډون، د نړۍ یو شمیر هیوادونو دیپلوماتانو پرون د شنبې په ورځ په ویانا کې د سوریې د راتلونکې په اړه غونډه وکړه.

په غونډې کې چې د نړۍ شلو قدرتونو ګډون کړی په سوریې کې د حکومت او مخالفینو ترمنځ د خبرو لپاره د ملګروملتونو په منځګړتوب موافقه وشوه.

ملګري ملتونه به د ۲۰۱۶ کال د جنوري تر لومړۍ نیټې پورې د سوریې په جګړې کې دواړه خواوي خبرو ته حاضروي.

په کنفرانس کې دا موافقه هم وشوه چې په شپږو میاشتو کې به په سوریې کې یو باعتباره او پراخ بنسټه حکومت جوړیږي او په ۱۸ میاشتو کې به په دغه هیواد کې آزاد او عادلانه انتخابات کیږي.

د امریکا د بهرنیو چاور وزیر وویل چې د پلان په اساس، کله چې د سوریې د حکومت او د مخالفینو استازي د ملګروملتونو د نظارت لاندې د انتقال د پروسې لپاره لومړني ګامونه واخلي نو په سوریې کې به اوربند ټینګ شي.

اوربند به د اسلامي دولت د ډلې او یا هم د النصرې د جبهې سره، چې په القاعدې پورې تړلې ډله ده، و نه شي.

که څه هم د سوریې په اړه په خبرو کې پرمختګونه شوي دي، خو اوس هم د بشارالاسد د سرنوشت په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ اختلافات موجود دي.

XS
SM
MD
LG