د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي په سوریې کې یې د داعش یو مهم قومندان وواژه


سپیني ماڼۍ او پنټگان د شنبې په ورځ ویلي دي چې د امریکا خاصو قواو په ختیځه سوریه کې د اسلامي دولت د ډلي ( داعش) یو لوړ پوړی قوماندان وژلي او د هغه میرمن یې نیولې ده. دا د تیر کال د آگسټ د میاشتي را پدې خوا چې نړۍ وال ائتلاف په دغې ډلي باندي هوایي حملې پیل کړي دي، په هغې باندي یوازني ځمکني عملیات وو.

چارواکو ویلي دي چې دغه تونیسي سړي چې ( ابوسیاف) نومېده، د اسلامي دولت د ډلي په نظامی او مالي چارو کې زیات نقش درلود، چې په کې د گاز او تیلو د صنایعو په تور بازارکې چي د دغي ډلي د عایداتو مهمه منبع ده، لاس درلودل هم شامل و.

سپینه ماڼۍ وايي چې د امریکا جمهور ریس بارک اوباما د جمعې په ورځ ناوخته ددفاع وزارت ته امر وکړ چې په عراق کې میشت امریکايي ځواکونه د العمر سیمې ته د عملیاتو د پاره واستوي.

د داعش د دغه مشر میرمن چې ام سیاف یا د سیاف مور نومېږي په عراق کې د امریکا د پوځ په توقیف کې ده او ویل کیږي چې د عملیاتو پرمهال د ابوسیاف د کور څخه یوه یزیدۍ میرمن چې زندانۍ وه، آزاده شوې ده.

د امریکا د ملي امنیت د شورا د ویاندې بیرنادیتا میهین له قوله په دې عملیاتو کې امریکايي پرسونل ته هېڅ زیان نه دی رسیدلی.

د امریکا ددفاع وزیر اشتن کارټر په یوې بیانیې کې ویلي دي چې دغه عملیات پر داعش یو بل لوی ګوزرا دی او دا هغه څه په ډاګه کوي چې د امریکا متحده ایالات به هیڅکله ترهګر پرې نږدي چې ځالې پیدا کړي او په خبره یې امریکایانو او د متحدینو اتباعو ته یې ګواښونه پیښ کړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا او د څو متحدو ملکونه الوتکې د څو میاشتو راهیسې هره ورځ په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت پر ضد هوايي عملیات ترسره کوي خو ځمکني عملیات یې ډیر محدود دي.

یواځي تیرماښام د ایتلاف جټ الوتکو ۲۱ هوايي بمبارۍ کړي دي.

XS
SM
MD
LG