د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې پر پیغلو په لبنان کې فحاشي کېده


دا د جنسي کاروبار او فحاشۍ له پلوه په لبنان کې تر ټولو بده او ناوړه پېښه یاده شوې ده. د لبنان پولیس وايي د سوریې ۷۵ پيغلې لبنان ته په هوټلونو او نورو برخو کې د کاروبار په پلمه راوستل شوې وې، چې بیا فحاشۍ ته اړ ایستل شوې وې.

دغه مېرمنې، پلازمینې بېروت ته نژدې، د مامیلټیني په ښار کې په دوو هوټلونو ، چیز مایریز او سیلور هوټل کې مېشت کړل شوې وې، ویل کیږي دغه ښځې په ډېر ناوړه حالت کې موندل شوې دي.

یو خبریال، چې دغه سیمې یې لیدلی وايي، یو هوټل کټ مټ زندان غوندې و، چې په برنډه کې یې د شراب څښلو ځایونه هم جوړ شوي وو.

کیسه څنګه رسوا شوه؟

کیسه داسې وه، چې دوه ښځې له یو هوټل نه وتښتېدې، یوه ګاډي ته وختلې، ګاډی چلوونکی پوه شو چې څه خبره خو شته، له ښځو څخه یې پوښتنې شروع کړې، کیسه ورته معلومه شوه او هغه هم پولیسو ته زنګ وواهه او دغه ښځې په بیروت کې د پولیسو یوې حوزې ته ولېږدول شوې.

له پلټنو وروسته، تېره میاشت د لبنان امنیتي ځواکونو پر یو هوټل، چې دغه ښځې په کې ساتل شوې وې، چاپه ووهله.

سره له دې، چې لبنان یو محافظه کاره هېواد ندی، خو بیا هم فحاشي او د زنا کاروبار په کې غیرقانوني دی او هغوی چې کوي یې، ورسره حساب او کتاب کیږي.

په لبنان کې د ښځو د حقونو د یو سازمان کفا غړې، مایه العمار وايي" پر هغو ښځو پرلپسې جنسي تيری شوی او وهل شوې ، چې په رضا یې فحاشي نه کوله."

د دغې پېښې له رسوایۍ وروسته، د لبنان د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د زېږون یا نسايي ولادي، یو کلینیک، ریاض العلم، هم وتړه، ویل کیږي، چې دغه کلینک د قاچاق شویو سوریایۍ مېرمنو د ماشوم زیانمنولو یا سقط جنین عملیاتو کې ښکیل و.

مېرمن عمار وویل، چې شاوخوا دوه سوه ځلې په دغه کلینک کې د سقط جنین عملیات شوي دي، خو هغې ونه ویل چې دغه شمېره یې له کومه کړې ده.

دا ښځې چا راوستې؟

دوو پیغلو پولیسو ته وویل، چې په سوریې کې یو شمېر کسانو له دوی سره ژمنه کړې وه چې په لبنان کې به ورته په رستورانتونو او هوټلونو کې ښه کاروبار او معاش ورکړي، خو چې راوستل شوې، تیلیفونونه او نور وسایل یې ترېنه واخیستل، په کوټې کې یې بندۍ کړې او په زوره یې فحاشۍ ته مجبوره کړې.

په دغو ښځو کې ډېرۍ، هغه دي چې د سوریې په جنګ کې یې پلرونه، وروڼه او د کور نور ګټیالي يې وژل شوي او ټوله کورنۍ اوس دوی ته ورترغاړې ده.

د لبنان د پولیسو ویاند یوسف سلیم وویل، چې د عملیاتو پر مهال د هوټلونو یو شمېر ښځېنه او نارینه کارکوونکي او ساتونکي یې نیولي، خو د دغې شبکې دوه لوړپوړي چارواکي لا هم نیول شوي نه دي.

یو لبناني خبریال چې له یوې ښځې سره غږېدلی وايي چې د دغو ښځو کیسې د یو وحشتناک فلم، ډاروونکې صحنې ته ورته دي.

یو لبناني چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې د اټکل له مخې قاچاق کوونکو او د دغه ناوړه کار سوداګرو د میاشتې یو میلیونه ډالره عاید درلود.

تېره اونۍ سلګونو کسانو د لبنان د عدلي وزارت مخې ته مظاهره وکړه او مجرمینو ته یې د کلکې سزا غوښتنه وکړه.

تېرکال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو راپور کې راغلي وو چې "سوریایۍ نجونې لبنان ته د فحاشۍ لپاره قاچاق کیږي او ځينې یې د واده په جعلي اسنادو راوستل کیږي."

د اسوشیتد پرس دغه راپور و د امریکا غږ خبریال، جعفر هاند، پښتو کړی و.

XS
SM
MD
LG