د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان وايي د سوریې د بحران د حلولو لپاره باید مذاکرات وشي


د اسلامي ملکونو مشرانو چي د مصر په پایتخت قاهره کی یې غونډه کړې غوښتی دي چی د سوریې د کورنۍ جگړې د ختمولو د پاره دي خبري او مذاکرات وشي او فرانسه یې په دې وستایله چي د اسلامی یاغیانو په خلاف یې په مالي کي نظامي مداخله وکړه.

د اسلامي همکارۍ د سازمان په نامه د ٥٧ ملکونو د مشرانو دغه عالي جرگه پرون د چهارشنبې په ورځ د سینیگال جمهوررئیس ( میکي سال ) په خپلي وینا سره پرانیستله او هغه په دې وینا کي ددغو مشرانو نه وغوښتل چي د مالي د استقلال ملاتړ وکړي.

هغه وویل چي دغه سازمان ددې اجازه نه شي ورکولای چي « یو اقلیت تروریستان دی جنایتونه وکړی، زموږ عقیده دي ورانه کړي او په اسلام کی دي کرکه او نفرت را پیدا کړي. »

د مصر جمهوررئیس محمد مورسي چی ددغي دوې ورځنۍ عالي جرگې کوربه دی په پرله پسې توگه په مالي کي د فرانسې نظامي مداخله غندلې او له بلي خوا د هغه اسلامي طرفدارانو په قاهره کي د فرانسې د سفارت مخي ته د فرانسې په دغي مداخلې باندي احتجاجونه او مظاهرې کړی دي.

مورسي په خپله وینا کي د اسلامي هیوادونو دمشرانو نه وغوښتل چي د سوریې د مخالفانو د هلوځلو ملاتړ وکړي او د سوریې د حاکم رژیم نه یې وغوښتل چي دده په قول د تاریخ نه درس واخلي او خپلي گټي د خپل ملت ترگټو لوړي ونه بولی.
XS
SM
MD
LG