د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په سوریې کې یو ۸۲ کلن لرغونپوه وژلی دی


د خالد اسد وژل، د سوریې او په خاص ډول د پلمرا د لرغوني ښار تاریخ ته یو لوی زیان او ګوزار دی.
د خالد اسد وژل، د سوریې او په خاص ډول د پلمرا د لرغوني ښار تاریخ ته یو لوی زیان او ګوزار دی.

د اسلامي دولت ډلې داعش په سوریې کې د لرغونو اثارو د ساتنې د برخې د پخواني مشر سر پرې کړی دی.

د داعش ډلې، د سه شنبې په ورځ ۸۲ خالد الاسعد د سوریې په لرغوني ښار پلمره کې وژلی دی.

ده ۵۰ کاله د دغه لرغوني ښار د ساتنې او پلټنو په برخو کې کار کړی و، ملګرو ملتونو د پلمره ښار چې، شاوخوا ۲۰۰۰ کاله لرغونی دی، د نړۍ یوه میراثي سیمه بللې وه چې باید خوندي وساتل شي.

دغلته یو چارواکي مامون عبدالګریم د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې ښاغلی خالد له تېرې یوې میاشتې راهیسې د داعش له ډلې سره بندي و.

هغه وویل " تاسو پخپله فکر وکړﺉ، داسې یو پوه سړی چې کلونو کلونه یې د تاریخي ځایونو په ساتلو کې تېر کړي او کار یې کړی، وژل کیږي... د هغه مړی لا هم د پلمره په یوې څلور لارې کې په یو لرغوني ځای کې ځوړند دی."

عبدالکریم وویل چې په دغه لرغوني ښار کې د داعش جنګیالیو موجودیت د ټول ښار، لرغونپوهانو او لرغونو اثارو لپاره لوی خطر دی.

خالد الاسعد، په لرغونتوکو باندې د څېړنو له کبله هم ډېر مشهوره و او د پلمره په اړه د هغه یو شمېر څېړنې د لرغونپوهنې په نړیوال ژورنال کې هم خپرې شوې دي.

ده همدغه راز له امریکايي، فرانسوي، جرمني او د سویس له یو شمېر لرغونپوهانو سره په پلمره کې د لرغونو سیمو د موندلو او پلټلو په پروژو کې کډ کار هم کړی دی.

په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هم د لرغونپوه، خالد اسد، وژل تاید کړي دي او ویلي دي چې هغه په یوې څلور لارې کې د لسکونو کسانو مخې ته په دار ځړول شوی دی.

اسلامي دولت ډلې داعش د همدغه کال د مۍ په میاشت کې د پلمره ښار ونیوه او له هماغې ورځې د دغه ښار د لرغونو اثارو او سیمو د ساتلو په اړه اندېښنې پېدا شوي دي، ځکه چې داعش د دا ډول لرغونو سیمو او اثارو ساتل، بت پالنه بولي او ورانوي يې.

XS
SM
MD
LG