د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په جنوبي سیمه کې د اوربند عملي کیدل پیل شو


لاوروف: په دې اوربند کې د بشري مرستو رسول، د مخالفینو سره تماس او د اردن په مرکز کې د څار د مرکزونو پرانستل شامل دي.
لاوروف: په دې اوربند کې د بشري مرستو رسول، د مخالفینو سره تماس او د اردن په مرکز کې د څار د مرکزونو پرانستل شامل دي.

لویدیځ چارواکې د سوریې د اوربند چې د متحده ایالاتو او روسیه په منځگړتوب پرې موافقه وشوه، په سوریه کې د سولې پرلور مهم پرمختګ بولي.

دغه اوربند د سوریې په جنوب لوېدیځ کې له اردن سره د پولې په اوږدو کې په درعا، سویده او قونیطره ولایتونو کې نافذ شو.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ایچ ار مکمستر د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې د سوریې د جنوبي سیمې اوربند به د دې هیواد په ټولو برخو کې د احتمالي سولې لور ته یو مهم ګام وي.

ښاغلي مکمستر زیاته کړه "امریکا د داعش ماتې، د سوریې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرستې، د خلکو د کړاونو له کمولو او خپلو کورونو ته د بېځایه شویو خلکو په بېرته ستنولو کې مرستې ته ژمنه ده."

په سوریې کې د اوربند د نافذیدو پریکړه د جولای په اوومه د جرمني په هامبورگ کې د شلو سترو صنعتي هیوادونو په سرمشریزه کې د متحده ایالاتو روسیې او اوردن له خوا وشوه.

د سوریې لپاره د ملگرو ملتونو د استازي مرستیال رمزي عزل الدین دا یو مثبت گام بللی.

د اسراییل صدراعظم بنیامن نتنیاهو د دې اقدام هرکلی وکړ خو ز یاته کړه چې دا اوربند باید په سوریې کې د ایران د پوځیانو ورتگ ته لاره خلاصه نکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل دغه اوربند به له متحدو ایالتونو او اردن سره په همغږۍ د روسیې د پوځي پولیسو له خوا څارل کېږي.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه چې په دې اوربند کې د بشري مرستو رسول، د مخالفینو سره تماس او د اردن په مرکز کې د څار د مرکزونو پرانستل شامل دي.

د سوریې جگړه په ٢٠١١ میلادي کال کې د مظاهره کوونکو د خونړيو ځپلو سره پیل شوه او وروسته بیا روسیه او د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف پکې ښکیل شول.

د ملگرو ملتونو په وینا د سورېې په شپږکلنه جگړه کې تر اوسه شاوخوا څه د پاسه ٣٢٠٠٠ خلک وژل او میلیونونه خلک بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG