دخارجه وزارت ویاند " مارک ټونر" دا تبصره وروسته له هغې وکړه چې د روسیې د پارلمان رئیس وویل که دعراق حکومت ورنه رسمي غوښتنه وکړي نو روسیه به په هغه هیواد کی هم د حکومت پرمخالفانو هوایی بمباري پېل کړي.
د انټرفاکس خبری اژانس د روسیې د فډراسیون د شورا د رئیسی ، والنټینا ماتیو وینکوله قوله وایي " مسکو به په عراق کی د هوایی عملیاتو په سیاسی او نظامي اړخونوغور وکړي. "
د عراق د پارلمان د دفاعی چارو دکمیټی مشر(حکیم الزمیلي) د رویټرز خبري اژانس ته وویل " شاید عراق له روسیی نه هم مرسته وغواړي مگر لومړی باید وکتلی شي چې روسیه په سوریه کی کامیابیږي او که نه."
په سوریې د کروز توغنديو بمباري:
د روسیې جنګي کښتیو د سوریې په مرکزي برخو کې پداسې حال د کروز توغندي وار کړیدي چې پخپله د سوریې حکومتي ځواکونو هم د یاغیانو په خلاف ځمکني عملیات پیل کړیدي.
مسکو شاوخوا یوه اوونۍ کیږي چې په سوریې کې یې پوځي عملیات پیل کړي خو د اې پي خبري اژانس یو راپور وایي چې دا عملیات لومړني پراخه هوایي او ځمکني عملیات دي چې سوریه او روسیه یې په ګډه د یاغیانو په خلاف کوي.
د روسیې یوه افسر ویلي دي چې دا کروز توغندي د کسپین د بحیرې نه د یاغیانو په مرکزونو وار شویدي او. څوارلس سوه کیلو متره د لېرې فاصلې نه وار شویدي