د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو: د روسیې بمبارۍ سیاسي هڅې کمزورې کوي


په دې وروستیو ورځو کې د سوریې پوځ او متحدینو یې د حلب په ولایت کې د یاغیانو پر ضد مهم پرمختگونه کړي دي.
په دې وروستیو ورځو کې د سوریې پوځ او متحدینو یې د حلب په ولایت کې د یاغیانو پر ضد مهم پرمختگونه کړي دي.

د ناټو عمومي منشي یان شتولتنبرګ امستردام ته د رسیدو وروسته وویل ناتو: سوریه کې د روسیې بمباري سیاسي هڅه کمزوره کوي.

هغه د هالنډ مرکز امستردام ته د اروپايي هیوادونو د دفاع د چارو د وزیرانو سره د غونډه لپاره تللی دی.

ښاغلي شتولتنبرگ وویل چې روسیه د سوریې د حکومت په مخالفینو باندې «سختي» بمبارۍ کوي او دې کار ستونزې رامنځ کړې دي. هغه دا هم وویل چې روسیه د ناټو او ترکیې په هوايي قلمرو تیری کوي.

بل پلو ته، د سوریې حکومتي ځواکونو چې د روسیې د هوايي ځواکونو ملاتړ ورسره و، د وسله والو مخالفینو نه درعا ته نږدې یو ښار نیولی دی.

د سوریې د حلب ښار په شاو خوا کې حکومتي ځواکونو چې روسیه یې ملاتړ کوي مهم پرمختگونه کړي
د سوریې د حلب ښار په شاو خوا کې حکومتي ځواکونو چې روسیه یې ملاتړ کوي مهم پرمختگونه کړي

دا خبر نن د جمعې په ورځ په داسې حال کې خپور شو چې پرون بیا د ملګرو ملتونو لخوا د سوریې سره د مرستو لپاره په جوړ شوي کنفرانس کې د سوریې سره د ۱۰ میلیارد ډالرو بشري مرستې ژمنه وشوه.

سوري ځواکونو د درعا په درې کیلومیترۍ کې یوه مهمه سیمه نیولې ده. په برتانیه کې میشته د سوریې د بشري حقونو د څار وایي د سوري ځواکونو دغه برید د لسگونو هوایي بریدونو سره جوخت ترسره شو چې ویل کیږي روسي الوتکو کړی دی.

په دې وروستیو ورځو کې د سوریې پوځ او متحدینو یې د حلب په ولایت کې د یاغیانو پر ضد مهم پرمختگونه کړي دي.

په دې ترڅ کې د ترکیې صدراعظم احمد داود اوغلو نن د جمعې په ورځ وویل چې د حلب ښار پر شاو خوا باندې د روسیې په مشرۍ د سوري ځواکونو د یرغل په نتیجه کې شاو خوا ٧٠٠٠٠ زره خلکو ترکیې ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG