د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه وايي د سوریې ځواکونه یې پر خاروې برید کړی


د ترکیې چارواکي وايي چې د سوریې ځواکونو د دوي په خاوره کې پولې ته نږدې د کډوالو پر کمپ باندي برید کړی دی، دوه تنه کډوال او یو ترکی ژباړونکی یې ټپیان کړي دي. د هغه وخت راهیسي چې ترکیې په زرګونو سوریه يي کډوالو ته پناه ورکړې، دا لومړی ځل دی چې دغه راز برید کېږي.

د دوشنبې د ورځې برید د ترکیې په جنوب ختیځه برخه کې د کیلیس په ښار کې وشو چیري چې ترکیې د سوریې د کډوالو دپاره د مهاجرو کمپونه پرانیستلي دي. د سوریې د ۱۳ میاشتني پاڅون په نتیجه کې د خونړۍ جګړې نه راتښتیدلي ۲۵ زره سوریه یي کډوال په دغو کمپونو کې ژوند کوي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو او عرب لیګ استاځی کوفي عنان به سبا د سې شنبې په ورځ په ترکیه کې د سوریې د کډوالو د یوه کمپ څخه لیدنه وکړي.

په عین حال کې فعالین وايي چې یاغیانو د ترکیې پولې ته څیرمه په سختو نښتو کې د بشرالاسد ښپږ امنیتي کسان وژلي دي. د سوریې ځواکونو هم په ټول هیواد کې د پاڅون کونکو پر ضد باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د چین د باندنیو چارو وزارت د سوریې د حکومت څخه وغوښتل چې د اوربند د کړیو ژمنو پر اساس دي عمل وکړي. دا غوښتنه وروسته له هغه نه وشوه چې د سوریې حکومت د مخالفینو نه وغوښتل چې لیک شوی تظمین ورکړي چې د جګړې نه به لاس اخلي او وسلې به پر ځمکه ایږدي. د سوریې دې غوښتنې د ممکنه اوربند په هکله هیلې لازیاتې کمزورې کړي دي.

په عین حال کې د بشري حقوقو یوې نړیوالې ادارې نن د دوشنبې په ورځ ویلي چې د سوریې ځواکونو ۱۰۰ کسه، چې اکثره یې بې ګناه ملکیان وو، په قصدي ډول وژلي دي. په نیویارک کې میشتې دغې ډلې ویلي دي چې یادشوې وژنې د حومس او ایدلیب په نارامو ولایتونو کې شوي دي. ريپوټ وايي چې دغه وژنې د تیرو څلور میاشتو په لړ کې ترسره شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې پرون د یکشنبې په ورځ د سوریې حکومت وویل مخکي له دېنه چې د ځواکونو د پرشا تګ توافق پلي کړي، د یاغیانو له خوا ټینګ اطمینان غواړي چې دوي به جګړه دروي.

د سوریې د باندنیو چارو د وزارت ویاند جاهد مکدیسي پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه مخکي ریپوټونه چې ویل یې دمشق به د اپریل تر ۱۰ مې نېټې پوري خپلې قواوو د ښارونو او کلیوو نه را وباسي، غلط وو.

نوموړي زیاته کړه چې د عرب لیګ او ملګرو ملتونو خاص استاځی کوفي عنان په دې کې ناکامه شو چې د یاغیانو له خوا لیک شوی تضمین راوړي چې هغوي به د تاوتریخوالي نه لاس اخلي او دې ته چمتو دي چې خپلې وسلې پر ځمکه کښېږدي.

ښاغلي مکدیسي زیاته کړه چې سوریه به د عرب لیګ د ناظرینو د جنورۍ د میاشتې د ماموریت په شان بلې تجربې ته اجازه ورنکړي. د دغو ناظرینو په خوله حکومت خپل ځواکونو پرشا کړل او یاغیان بیرته مسلح شول او د ټولې سیمې کنټرول یې په لاس کې ونیوی.

د سوریې د آزاد پوځ قوماندان راید الاسد پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې ډله یې دې ته چمتو ده چې د اپریل د لسمې نېټې اوربند ومني خو خپلې وسلې به هیڅکله هم پر ځمکه کښېنږدي.

ملګرو ملتونو تیره اونۍ یوه اعلامیه خپره کړه چې په کښي د نورو اقداماتو د امکان خبرداری ورکړل شوی و که چیري سوریه د کوفي عنان د سولې د پلان ښپږ مادې پلي نکړي—هغه مادې چې سوریې ورسره د مارچ پر ۲۵ مه موافقه څرګنده کړې وه. په یادشوې بیانیې کې پر ټولو دخیلو خواوو باندي غږ شوی دی چې د سوریې د ځواکونو د وتلو سره دي وسله وال تاوتریخوالی د دوو ورځو په ترڅ کې ودروي.

دغه انکشافات په داسي حال کې کېږي چې پرون د یکشنبې په ورځ فعالینو وویل چې د سوریې ځواکونو پر پاڅون کونکو باندي خپلو حملو ته ادامه ورکړه چې په لړ کې یې د شنبې د ورځې راهسي په ټولې سوریې کې ۱۳۰ کسه وژل شوي دي او په لسګونو نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د ولسمشر اسد پر حکومت باندي نیوکه وکړه چې پر ملیکانو بریدونه کوي. نوموړي زیاته کړه چې د اوربند د مهلت بهانه نشي کیدای چې د دوامدارو وژلو بهانه شي.

د ملګرو ملتونو د تخمین له مخې د سوریې په ۱۳ میاشتني پاڅون کې تر اوسه پوري ۹ زره خلګ وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG