د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې ډیموکراتیکو قوتونو د رقه ښار په لور پرمختگ کړی


د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د رقه ښار د نیولو په مقصد یې چې داعش یې خپل پایتخت بولي، کردي ملیشو ته د وسلو ورکول پیل کړي دي.

د سوریې د جمهور رئیس اسد دغه مخالف قوتونه وايي د رقه ښارد نیولو دپاره یې عملیات پرمخ روان دي. د اسلامي دولت ډلې په ۲۰۱۴ کې د رقه ښار ونیو او هغه یې د خپل پایتخت په توگه اعلان کړ.

ددغو قوتونو قوماندانان وايي چې ځانونه یې د رقې د ښار حدودو ته رسولي دي. ددغه ځواکونو زیاته برخه کردان دي چې د امریکا متحده ایالات یې ملاتړ کوي.

د امریکا دغه اقدام ترکیه نوره هم په غوصه کړی ده. انقره د (وآي، پی، جی) ډله ناقانونه گڼي ځکه دغه ملیشه ځواک د کردستان د کارگر گوند یوه برخه ده چې د دریو لسیزو راهیسي په ترکېې کې دننه ددغه هیواد پرضد وسله واله مبازره کوي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي د کردانو دغه ډله ملکي وگړي وژني، د قومونو په اساس وژنې کوي او په هغو خلګو فشار راولي چې د دوی د نظریاتو مخالفت کوي. د ښاغلي اردوغان په وینا "هغه کسان چې د دغسې تروریستي قواو نه د خپلو سیمه ایزو ګټو لپاره کار اخلي، ډیر ژر به په خپلې اشتباه پوه شي".

د ښاغلي اردوغان اشاره د امریکا متحده ایالاتو ته ده چې دغه کردي ملیشه ځواک ته وسلې ورکوي او ملاتړ یې کوي. کردي ملیشه د سورېې په شمال کې د اسلامي دولت د ډلی پرضد د امریکا یو مهم متحد گڼل کیږي.

د سوریې د دیموکراتیکو قوتونو یوه قوماندانه کلارا راکا وايي "رقه په سوریې کې د داعش مرکز دی، او داعش په ښار کې جګړې ته ښه تیاري نیولی دی. په ښار کې تونلونه کیندل شوي، ماینونه اښودل شوي او د موټر بمي حملو او د ځانمرګو بریدونو لپاره تیاری نیول شوی دی".

څو میاشتې کیږي چې د سوریې دیموکرات قوټونه هڅه کوي چې د رقې ښار ته د جنوب لخوا پرمختګ وکړي. دوی د امریکا د هوايي ځواکونو په ملاتړ، د ښار په لور لاره پاکه کړه.

د تلفاتو په اړه څه نه دې ویل شوي، خو کردي قوماندانانو ویلي دي چې د شواهدو او رپوټونو له مخې داعش په زرګونو ملکیان یرغمل کړي او غواړي ورنه د انساني سپر په توګه کار واخلي. داعش د رقې په ښار کې برق قطع کړی او د انټرنیټ کلبونه یې هم بند کړي دي.

نا تائید شوي ارقام ښيي چې همداوس د رقې په ښار کې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان اوسیږي.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف ویلي دي چې کله چې رقه بیرته ونیول شوه، نو دغه ښار به د سوریې دیموکراتیکو قوتونو ته نه بلکه ځايي ملکیانو ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG