د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د سورېې جنگ ته ځینې هیوادونه لمن وهي


 د ملگرو ملتونو د پلټنو د کمیسیون رئیس پالو پین هیرو
د ملگرو ملتونو د پلټنو د کمیسیون رئیس پالو پین هیرو

د سوریې په اړه د ملگرو ملتونو د تحقیقاتو د کمیسیون رئیس پالو پین هیرو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې « سوریه په ډیر ترخه او وژونکي وضیعت کې ده»،

د هغه په وینا دا ځکه هغه هیوادونه چې د سوریې د څلور کلنې جگړې د پای ته رسولو لپاره یو سیاسي حل لارې د موندلو قابلیت لري، نه یواځې دا چې دا کار نه کوي، بلکې جگړې ته لمن هم وهي.

هغه د گارډین په ورځپاڼه کې د خلکو د نظر معلومولو لپاره یو مضمون خپور کړی او په هغه کې یې د داسې یوې جگړې په بشري اړخونو باندې رڼا اچولې ده چې څلور میلیونه خلک یې مجبور کړي دي چې د خپل هیواد نه ووځي. ٧،٦ میلیونه په هیواد کې دننه بیځایه شي.

هموداشان د دښمنو جنگیالیو د دښمنیو او سیالیو له کبله ددې هیواد ښوونځي او روغتونونه ویجاړ شوي دي.

دا شخړې چې په پیل کې د جمهور رئیس بشار الاسد د حکومت په خلاف د سوله ایزو احتجاجونو له لارې د ٢٠١١م کال د مارچ په میاشت کې پیل شوې، په داسې حال کې په کورنۍ جگړې بدلي شوي دي چې یاغیان، حکومتي قواوی او د اسلامي دولت د ډلې یا داعش وسله وال ټول د بېلو بېلو سیمو د نیولو دپاره په جگړو اخته دي.

د رپوټونو له مخې په دې جگړو کې څه د پاسه ٢٢٠ زره خلک وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG