د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: پر سوریې باندي باید نظامي برید وشي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د شنبې په ورځ د واشنګټن په وخت د غرمې وروسته د سوریې د کړکیچ په هکله وینا وکړه او په کښي یې د سوریې د روان حالت په برخه کې د اقدام کولو امر ضروري وګنی. ،، وروسته له زیاتو سلامشورو او دقیق غور څخه ما پریکړه وکړه چې د امریکا متحده ایالات باید د سوریې د رژیم د اهدافو پرضد په نظامي اقدام باندې لاس پوري کړي.،،

ولسمشر اوباما وویل چې د اعتیبار وړ معلومات موجود دي چې د سوریې رژیم پر خپلو خلګو باندې د کمیاوي وسلو د استعمال مسولیت لري،، لس ورځې مخکي په داسې حال کې چې په ویرونکي ډول نارینه، ښځې او ماشومان د ۲۱ پیړۍ د تر ټولو بدې کیمیاوي وسلې په برید کې ووژل شو، نړۍ یې ننداره وکړه. پرون د امریکا حکومت قوي اسناد وړاندي کړل چې د سوریې حکومت پر خپلو خلګو باندې د کیماوي وسلو په استعمال کې مسول و.،،

ولسمشر وویل چې امریکا باید په نړۍ کې خپله مشري څرګنده کړي او پرې نږدي چې د کیمیاوي وسلو استعمال یو نورم وګرځي ځکه که داسي وشول نو په سیمه کې به د امریکا متحدین د ګواښ سره مخامخ سي او د امریکا ملي امنیت به د ګواښ سره مخامخ شي.،، مونږ نشو کولای چې یوداسي نړۍ قبوله کړو چیري چې ښځې، ماشومان او بې ګناه ملکیانو په دومره پیمانه د کمیاوي ګازاتو د برید قرباني کېږي. دغه ډول برید زمونږ د ملي امنیت ګټو ته تاوان رسوي ځکه هغه نړیوال نورمونه ماتوي چې د کیمیاوي وسلو د عدم استعمال په هکله دي او په دې سره په سیمه کې زمونږ ملګري او متحدین تهدیدېږي لکه اسرایل، ترکیه او اوردن او د دې خطر هم زیاتېږي چې په راتلونکي کې به د کیمیاوي وسلو څخه کار واخیستل شي او دا چي دغه وسلې د ترهګرو غلطو لاسونو ته ونه لوېږي چې بیا پر مونږ استعمال شي.،،

همدغه راز ولسمشر اوباما دا هم وویل چې د دې وخت رارسېدلی دی چې امریکا په نړۍ کې خپل مشرتوب څرګند کړي او نړۍ ته دا وښيي چې امریکا هغه نړیوالې موافقې ته ژمنه ده چې د ۹۸ فیصدو څخه زیاتو هېوادونو هوکړه کړې وه چې په هیڅ صورت کې به کیمیاوي وسلې نه کاروي.

اوباما: د سوریې په هکله په یواځي سر پریکړه اخیستی سم خو غواړم د ګانګرس له لارې مخکي ولاړ سم.

ولسمشر اوباما وویل چې د سوریې په برخه کې سره له دې چې صلاحیت یې لري په یواځي سر به اقدام ونکړي بلکې کانګرس به په جریان کې وساتي او د اقدام پریکړه به کانګرس ته پرېږدي چې بحث پرې وکړي او ده ته یې د اقدام لایحه د توشیح لپاره ورولېږي. ولسمشر اوباما پر کانګرس غږ وکړ چې اوس یې وخت رارسیدلی دی چې سیاسي توپیرونه یوې خوا ته پرېږدي او ټول د امریکایانو په توګه په نړۍ کې خپل مشرتوب څرګند کړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا حکومت یو غیر محرم ریپوټ خپور کړی چې په کښي راغلي چې د ۱۴۰۰ څخه زیات خلګ دمشق ته نږدې د ګازو په برید کې وژل شوي دي چې لږ تر لږه ۴۲۶ کسه یې ماشومان دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري هم وویل چې تاریخ به پر امریکا ډیر سخت قضاوت وکړي که چیري د یوه ډیکتاتور پر اقدام باندې چې د ډله ایزې وژنې وسلې استفاده کوي، سترګې پټې کړي. ،، دا مسله مهمه ده ځکه که چیري مونږ دا پریکړه وکړو چې په یوې داسې نړۍ کې ژوند وکړو چیري چې د بشارالاسد په څیړ ټګ او قاتل وکولای سي چې خپل په زرګونو تنه خلګ پرته له دې نه چې پوښتنه ځیني وشي ووژني او نړۍ چپ پاته شي سره له دې چې د امریکا متحده ایالاتو او نورو ملګرو او متحدینو سوریې ته وویل چې داسي مه کوه، په داسي صورت کې به زمونږ د ارادې آزمایښت هیڅ پای ونلري او نه به هغه خطرات پای ولري چې د هغو کسانو څخه متوجې دي چې وايي هرڅه چې یې زړه وغواړي هغه کولای شي.،،

د سوریې په هکله نړیوال غبرګونونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون بیا وايي چې په کار ده د سوریې په مسله کې د نظامي اقدام څخه کار وانخیستل سي بلکې پر یوې غیرې نظامي حل لارې باندې غور وشي. د بریتانیې لومړي وزیر خپل پارلمان ته د سوریې په برخه کې د مداخله پیشنهاد وکړ چې رای پرې ورکړي، خو پارلمان د بحثونو وروسته دغه پیشنهاد منظور نکړ. د بریتانیې پارلمان په سوریه کې د هرډول نظامي دخالت سره مخالفت څرګند کړ.

په عین حال کې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین هم د امریکا د نظامي دخالت سره مخالفت څرګند کړ او امریکا یې دیته وهڅوله چې د ملګرو ملتونو مفتشانو ته اجازه ورکړي چې د څارنې کار پای ته ورسوي او خپل نتایج ارزیابي کړي.،، تر هغه چې زمونږ د امریکايي همکارانو او ملګرو دریځ مطرح دی چې وايي هغوي شواهد لري چې د سوریې رژیم د ډله ایزو وسلو څخه کار اخیستی دی. دوي دي دغه شواهد د ملګرو ملتونو مفتشینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندي کړي.،، خو د امریکا ولسمشر اوباما بیا په خپلې وروستۍ وینا کې وویل چې نور نسي کولای د هغه په اصطلاح د سوریې پریکړه د امنیت فلجې شورا ته پریږدي.

روسیه او چین د سوریې نږدې متحدین دي او د امنیت په شورا کې چین او روسیه د پنځو دایمي غړو هیوادونو د جملې څخه دوه هیواده دي. که چیري ملګري ملتونو پریکړه کوي چې د نړۍ په یوې برخه کې نړیوال مداخلت وکړي که پوځي یا غیر پوځي مداخلت وي نو وروستۍ پریکړه د امنیت شورا په لاس کې ده او د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو له جملې څخه که یې یو هم د پریکړې سره موافق نه وي پریکړه عملي بڼه نشي غوره کولای.

د لیبیا په موضوع کې ناټو وروسته له هغه نه اقدام وکړ چې د امنیت شورا یې پریکړه منظور کړه خو د سوریې په برخه کې بیا چین او روسیه د سوریې د اوسني رژیم طرفداره دي او د چارو کارپوهان وايي چې د روسیې او چین همدغې طرفدارۍ هم بشارلاسد ته دومره زړه وکړی چې هغه د کیمیاوي وسلو د استعمال تر حده پر مخ ولاړی.

کډوال سوریه یان څه وايي؟

د یادونې وړ ده چې په داسې حال کې چې امریکا د سوریې د کیمیاوي وسلو اقدام ته د یوه سنجول شوي ځواب چمتوالی نیسي په عراق کې ځیني کوردي سوریه یان د امریکا د مداخلت په هکله بیلابیل نظریات لري.

یو له هغو کسانو څخه محمد دی.هغه وايي چې امریکا باید دا اقدام پخوا کړی وای.،،زه فکر کوم چې بمباري به یوه ښه لاره وي. زه فکر کوم چې دوي باید دا کار ډیر پخوا کړی وای. امریکا باید دا پریکړه دوه کاله مخکي کړې وای.،،

بل کډوال بیا نامر نومېږي هغه بیا بل ډول فکر لري. ،،که چیري د سوریې رژیم سقوط وکړ نو نوره ګډوډي به هم رامنځ ته سي په خاصه توګه که چیري د نظامي مداخلې له لارې سقوط وکړي ځکه په هېواد کې زیات شمیر ترهګر موجود دي. زه فکر کوم چې غوره او ښه لاره به یې دا وي چې یو سوله ایزه حل لاره وموندل شي.،،

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې په سیمه کې د امریکا نظامي امکانات د آماده باش په حالت کې دي او د هغه د امر ته انتظار باسي.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG