د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د مک ګورک استعفا مهمه نه‌ده


د سوریې نه د عسکرو د ایستلو د پرېکړې سره د امریکا ځیني متحدین هم موافق نه دي.
د سوریې نه د عسکرو د ایستلو د پرېکړې سره د امریکا ځیني متحدین هم موافق نه دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اسلامي دولت یا داعش ډلې په وړاندې د مبارزې په نړیوال ائتلاف کې د امریکا د استازي بریټ مک ګورک استعفا بې اهمیته ښودلې.

ولسمشر د شنبې په ورځ په ټوېټر کې ولیکل "زه دغه استازی نه پیژنم" او ولسمشر د هغه استعفا "غیر مهمه پیښه" وبلله.

د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په وړاندې د مبارزې په نړیوال ائتلاف کې د امریکا استازي بریټ مک ګورک د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستي اقدام په احتجاج کې چې امریکایي عسکر له سوریې وباسي، استعفا وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ وویل چې مک ګورک د ډسمبر میاشتې په پای کې خپله دنده پای ته رسوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپل ټوېټري پیغام کې چې پرون شنبه یې خپور کړی، لیکلي:

"په اصل کې ټاکل شوې وه چې موږ په سوریه کې د درېيو میاشتو لپاره واوسو او اوس له هغې مودې ۷ کاله تېرېږي، موږ ونه وتو، کله چې زه ولسمشر شوم، د اسلامي دولت ډلې وحشت پیل کړ او دې ترورېستي ډلې ځان د شام او عراق اسلامي دولت باله، اوس دا ډله تر ډېره ځپل شوې او د ترکیې په شمول د سیمې نور هېوادونه باید د هغه څه چې پاتې دي، غم وخوري."

امریکايي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړ چې ولسمشر ټرمپ غواړي له افغانستانه هم خپل نیمايي ځواکونه وباسي، خو ټرمپ تراوسه پورې په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

مک ګورک د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له پرېکړې سره چې غواړي له سوریې خپل عسکر وباسي، د مخالفت څرګندولو لپاره خپله استعفا وړاندې کړې ده.

د سوریې څخه د امریکایي عسکرو د وتلو د اعلان سره د امریکا د دفاع وزیر جیم مټس د استعفا نه وروسته مک ګورک دویم امریکایي جګپوړی کس دی چې له سوریې څخه د امریکایي عسکرو د وتلو په سر له خپلې دندې استعفا کوي.

هغه په خپل استعفا لیک کې لیکلي چې د داعش وسله وال تر اوسه لا نه دي مات شوي.

هغه ویلي چې له سوریې د امریکا مخکې له وخته وتل به دې ډلې ته موقع ورکړي چې بیا ځان تنظیم کړي.

XS
SM
MD
LG