د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس له خپلې دندې استعفا وکړه


د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیس له خپلې دندې استعفی کړې او ویلي یې دي چې د ٢٠١٩ کال د فبرورۍ ٢٨ به د هغه د کار وروستۍ نیټه وي.

ښاغلي متیس د خپلې استعفی په اړوند ویلي دي چې پر یو لړ مسایلو یې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره یو شان نظر نه دلود.

د ښاغلي متیس د اسعفی خبر یوه ورځ وروسته له هغې خپریږي چې جمهور رئیس ټرمپ وویل غواړي له سوریې نه ځواکونه وباسي، د ښاغلي ټرمپ له دغه تصمیم سره د امریکا د دفاع وزارت مخالفت لري.

له بلې پداسې حال کې چې ښاغلی ټرمپ وایي جمیز متیس تقاعد کوي، خو ښاغلي متیس په دفاع وزارت کې په یو لیک ویلي چې له دندې استعفی کوي.

امریکایي رسنیو ویلي دي چې ښاغلي متیس د سوریې نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو سره مخالف دی او د استعفی یو دلیل یې پدې مسله د جمهور رئیس سره د نظر اختلاف دی.

جمهور رئیس ټرمپ د جمعې په شپه پر خپل ټوېټر لیکلي چې ښاغلی مټېس به په راتلونکې فبروري میاشت یعنې تر شااوخوا دوو میاشتو «تقاعد» شي.

​ښاغلي ټرمپ ویلي: "جنرال مټېس چې له تېرو دوو کلونو راپدېخوا یې زموږ سره د دفاع وزیر په توګه دنده تر سره کول په فبروري میاشت کې تقاعد شي، د جیمز مټېس د ماموریت په جریان کې لوی پرمختګ شوی، مټېس زما سره ډېره همکاري وکړه چې پوځي ژمنو کې د خپلې ونډې پوره کولو لپاره د امریکا ملګري وهڅوي."

جمهور رئیس د جېمز مټېس له ماموریت څخه مننه کړې ده او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د هغه پر ځای بل وزیر ټاکي.

له دفاع وزارت څخه د جنرال مټېس د لېرې کولو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي چې یوه ورځ مخکې ډونالد ټرمپ له سوریې څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو امر وکړ.

که څه هم ویل کېږي چې ښاغلی مټېس له سوریې نه د امریکايي سرتېرو له را ایستلو سره موافق نه و، خو نوموړي په خپاره کړي لیک کې د سوریې په اړه څه نه دي ویلي.

د مټېس لخوا خپور شوی لیک
د مټېس لخوا خپور شوی لیک

له بلې خوا د سوریې نه د عسکرو د ایستلو د پرېکړې سره د امریکا ځیني متحدین هم موافق نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ له افغانستان نه هم د ګڼ شمېر امریکایي عسکرو په را ایستلو غور کوي.

امریکايي سرتېري په افغانستان کې
امریکايي سرتېري په افغانستان کې

​امریکایي چارواکو رویټرز ته ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان څخه د ګڼ شمېر عسکرو په بېرته را ایستلو باندې غور کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه هم لیکي چې ولسمشر ټرمپ په راتلونکي څو میاشتو کې ٧٠٠٠ عسکر له افغانستان څخه باسي.

XS
SM
MD
LG