د لاس رسي وړ اتصالات

هېګل:له متحدینو سره د سوریې په اړه پر ځواب غور کوو


د امریکا د دفاع وزیر چې د اسیا په سفر بوخت دی وایي، هغه او د اوباما د ادارې نور لوړپوړي چارواکي د تیرې اونۍ د کیمیاوي وسلو د څرګند برید په وړاندې د غبرګون په هکله چې پړه یې د سوریې پر حکومتي ځواکونو اچول کیږي، د خپلو متحدینو سره سلا مشورې کوي. په راتلونکو ورځو کې پر سوریې باندې د یو محدود پوځي برید اټکل کیږي.

د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل په مانیلا کې خبریالانو ته وویل چې د برتانیې د پارلمان له لورې پر سوریې باندې په پوځي برید کې د برتانیې د ګډون ردول، دمشق ته په سزا ورکولو کې نړیوالې هڅې نه خنډنۍ کوي. هېګل د بریتانیې د عام ولس د غبرګون یادونه هم وکړه چې په سوریه کې یې په ملکي وګړو باندې د زهرجنو ګازونو برید وغندی. ،، دا د ولسمشر اوباما او زمونږ د حکومت هدف دی چې که هر تصمیم چې نیول کیږي هغه به په نړیوالې همکارۍ او هڅې وي. زه په نړۍ کې داسي با مسولیت هېواد نه وینم چې په سوریه کې یې د کیماوي وسلو او بې ګناه خلګو د وژل کېدو په هکله مخالفت نه وي څرګند کړی.،،

کله چې د ښاغلي هېګل نه پوښتنه وشوه چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد څه کولای شي چې د پوځي اقدام مخنیوی وکړي، د امریکا ددفاع وزیر وویل چې تر اوسه پوري هغه ته هیڅ داسې معلومات نه دي ورسېدلي چې د اسد رژیم دي په خپل دریځ کې بدلون راوستی وي.

هېګل د پنجشنبې په ورځ د امریکا د حکومت د یو شمیر جګپوړو چارواکو او د کانګرس غړو سره د سوریې د شخړې په اړه ۹۰ دقیقې ټلفوني کنفرانس وکړ. چارواکو پر دې بحث وکړ چې دوي ولي فکر کوي چې د کیماوي وسلو د برید ملامتي دې د بشرالاسد پر حکوت ورواچول شي.

د یادونې وړ ده چې د کانګرس جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتو غړو دواړو د سپنې ماڼۍ څخه غوښتي دي چې پر سوریې باندې دي د نظامي برید د اهدافو او حقوقي مشروعیت په هکله وضاحت ورکړي.

د جاپان موقف

«مونږ د سوریې سره بشري مرسته کوو، په نظامي اقدام لاس نشو پورې کولای.»

په توکیو کې د جاپان د کابېنې منشي یوشي هېدا سوګا وویل چې چې د بریتانیې د پارلمان رای ګیري چې د سوریې پر حکومت باندې د نظامي برید په هکله یې وکړه، د جاپان په دريځ کې یې هیڅ بدلون نه دی راوستی.،، د بریتانیې رای ګیرۍ د جاپان پر حکومت باندې هیڅ ډول تاثیر نه دی کړی. د جاپان د کابنیې غړي پر دې سلا دي چې د کیمیاوي وسلو استعمال په هیڅ ډول د ځغملو وړ نه دی او بشارلاسد ددغو وسلو د استعمال مسول دی.،،

جاپان چې د امریکا یو نږدې ملګری هېواد دی، د خپل اساسي قانون له مخې نشي کولای چې په هیڅ ډول نظامي برید کې برخه واخلي خو ښاغلي سوګا وویل چې جاپان به د بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي په خاصه توګه د هغو سوریه یانو سره د مرستې په برخه کې چې د روانې شخړې له امله په سوریې کې د خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

په عین حال کې چین بیا د سوریې په مسلې کې د روسیې سره یوځای شوی دی او خبرداری یې ورکړی دی چې د سوریې په شخړه کې سیاسي حل لاره یواځنۍ حل لاره ده.

د چین ګوانګمینګ په ورځپاڼه کې چې د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې له خوا چلول کېږي، راغلي دي چې په سوریې کې د امریکا دخالت به یوه بله ناکامه هڅه وي چې اسلامي سیمې ته ډیموکراسي انتقال شي او پخوانیي رژیم د قدرت څخه راوپرځول شي.
XS
SM
MD
LG