د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د سوریې دکړکیچ د حل لپاره د امریکا د وړاندیز هرکلی وکړ


سي ان ان د هغه سره د سینت پیترس برګ په نړیوال اقتصادي فوریم کې مرکه کړې وه
سي ان ان د هغه سره د سینت پیترس برګ په نړیوال اقتصادي فوریم کې مرکه کړې وه

د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین وايي چې د امریکا د متحده ایالاتو د هغه وړاندیز ملاتړ کوي چې د سوريې سیاسي مخالفینو ته دي د سوریې په حکومت کې ځای ورکړل شي.

خو ښاغلي پوتین د هغه نظر سره موافقه ونکړه چې وايي بشارالاسد دې ژر تر ژره له واک څخه لیري شي. ښاغلي پوتین د سي ان ان د تلویزني شبکې د فرید ذکریا سره په یوې ځانګړې مرکه کې دا خبره کړې.

سي ان ان د هغه سره د سینت پیترس برګ په نړیوال اقتصادي فوریم کې مرکه کړې وه.

ښاغلي پوتین وویل چې یواځېنۍ لاره چې په سوریې کې ډیموکراسي پلې شي دا دی چې یو نوی اساسي قانون تدوین شي او د هماغه اساسي قانون پر اساس د حکومت په ټولو برخو کې انتخابات وشي.

پوتین د ذکریا هغې پوښتنې ته ځواب ونه وايه چې د بشارالاسد د ادعا په هکله وه. بشارلااسد ویلي وو چې هغه به د سوریې له لاسه وتلو سیمو لوېشت لوېشت سیمې بېرته ونیسي. خو ښاغلي پوتین وویل چې د امریکایانو په شمول باید د ټولو دخیلو خواوو سره مذاکرات وشي. هغه امریکا ته د متحد خطاب وکړ.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما حکومت ویلي چې اسد باید ژر تر ژره قدرت پریږدي. خو پوتین وايي چې دا یو ،،نه ترلاسه کیدونکی هدف،، دی او زیاته یې کړه چې دا لاره په سوریې کې د بدلون د رامنځ ته کولو مناسبه لاره نه ده.

XS
SM
MD
LG