د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې ترکان د ترکیې په ټاکنو کې ګډون کوي


ترکان د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۳۱ ددې هیواد په سیمه ایزو ټاکنو کې ګډون کوي
ترکان د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۳۱ ددې هیواد په سیمه ایزو ټاکنو کې ګډون کوي

ټاکل شوېده د لومړي ځل لپاره شاوخوا ۵۴ زره سوریايي ترکان د یکشنبې په ورځ د ( مارچ په ۳۱ مه ) د ترکیې په محلي ټاکنو کې ګډون وکړي.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د سوریې د کړکیچ له پیل څخه تر اوسه پورې څه باندې درې اعشاریه پنځه میلیونه سوري وګړي ترکیې ته ګډه شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل ددې کډوالو له ډلې څخه شاوخوا اتیا زره تنو یې د ترکیې تابعیت اخیستی دی او ۵۳ زره به یې چې تر اتلسو کلونو دیر عمر لري د یکشنبې په ورځ ددې هیواد په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د سوريې تركان اوسمهال په ترکیه کې د شخصي تجارتونو څخه نیولې بیا په دولتي او خصوصي سکټور کې په کار کولو سره د ټولنې د یوې برخې په توګه شمیرل کیږي.

خو یو شمیر سوري ترکانو چې د ترکیې تابعیت هم اخیستی، وایې چې په ترکیه کې د سوریه یانو په وړاندې تبعیض شته او کوم امتیاز چې د کار په بدل کې نورو ته ورکول کیږي دوی یې نه ترلاسه کوي.

دغه کډوال هیله من دي چې د ترکیې راتلونکي مشران به د سوري ترکانو په وړاندې دغه مشکل هوار کړي.

په داسې حال کې چې ترکیه له اقتصادي مشکلاتو سره مخ ده دغه ټاکنې کولای شي د نوموړي هیواد د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په مشرۍ د حاکم ګوند لپاره یوه لویه آزموینه وي.

ښاغلي اردوغان په استانبول ښار کې په یوې غونډه کې ګډون وکړ او خپل ګوند ته یې د خلکو د پام اوړلو هڅه وکړه.

د مارچ د ۳۱ د ټاکنو پایلې کیدای شي د ترکیې د خلکو د دیموکراتیک ګوند په ګټه چې د کردانو پلوي کوي ، پای ته ورسیږي

اما جمهور رئیس اردوغان د ترکیې د خلکو دیموکراتیک ګوند ترهګر بللی او په زر ګونه چارواکي یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG