د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: هند جنوبي افریقا ته لوبه وبایلله، د نړیوال جام دوهم پړاو ته د پاکستان د تلو چانس کم شو


په آسترالیا کې د کرکټ په روان نړیوال شل اوریز جام کې نن جنوبي افریقا هند ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. د کرکټ شنونکي وايي، د جنوبي افریقا ددې بري له امله د لوبو دوهم پړاو ته د پاکستان د تللو احتمال ډیر کم شوی دی.

نن په بله سیالۍ کې پاکستان هالنډ ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. دا په روان جام کې د پاکستان لومړی بری دی.

په نننیو سیالیو کې، بنګله دېش د یوې په زړه پورې لوبې نه وروسته زیمبابوې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.

د پاکستان او هالنډ تر منځ په لوبه کې، پچه د هالنډ لوبډلې وګټله، لومړی یې بيټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې د نهه لوبغاړو له سوځېدو سره ۹۱ منډې وکړې. په ځواب کې پاکستانۍ لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو، په ۱۴ اوورونو کې پوره کړ.

په لومړي پړاو کې د پاکستان دوه نورې سيالۍ پاتې دي. په يوه سيالۍ کې به د جنوبي افريقا د لوبډلې سره د نومبرپه دریمه، او د نومبر په شپږمه به د بنګله دېش د لوبډلې سره مخامخ کیږي.

پاکستان څه ډول نیمه پای لوبې ته لار پیدا کولی شي؟

لومړی دا چې پاکستان باید خپلې دواړه لوبې پداسې توګه وګټي چې د منډو کولو پر اساس تر نورو لوبډلو مخکې شي او دا په هغه صورت کې پاکستان ته ګټه رسوي که د بلې لوبډلې سره یې په ګروپ کې پوانیټونه یو شان راشي.

په همدې ګروپ کې نورې لوبې هم باید پداسې شکل وشي چې ګټه یې د پاکستان د لوبډلې لپاره وي.

د پاکستان لپاره یو چانس دا هم دی چې هند خپلې پاتې لوبو کې یوه وبایلي.

XS
SM
MD
LG