د لاس رسي وړ اتصالات

تادامیچي: طالبان باید د نجونو د زده‌کړو او ټولشمولیت په اړه رښتینی فکر وکړي


تادامیچي یماماتو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی
تادامیچي یماماتو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی تادامیچي یماماتو وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په لړ کې د افغان نجونو زده کړه او د ټول شمولیت په ګډون مسایل ډېر مهم دي او طالبان یې هم باید په اړه په ریښتینې توګه فکر وکړي.

یماماتو له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان اوسني سیاسي وضعیت ته په کتو، د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل ډېر اړین دي ترڅو وکولای شي د افغانانو او نړیوالو ترمنځ همغږي رامنځ ته کړي.

نوموړي زیاته کړه چې بهرنیان نشي کولای څوک قانع کړي بلکې طالبان باید پخپله پوه شي چې د نجونو زده کړې څومره مهمه مسئله ده.

هغه وايي، چې طالبان باید "د جاپان، اسلامي هیوادونو مالیزیا، سنګاپور، مصر، سعودي عربستان، ایران، ترکیې او ځینو نورو پرمختللو هیوادونو لکه چین، هند او داسې نورو سره مذاکرات وکړي" تر څو خپل ځان قانع کړي چې په حقیقت کې دا هیوادونه څه کوي. په وینا یې، دا د پرمختګ یواځنۍ لاره ده.

یماماتو په دې اړوند زیاتوي: "طالبان باید په دې پوه شي چې تاسو نشئ کولای هغه نجونې چې زده کړې کوي په دغه شان یې نسل له لاسه ورکړئ. دا کومه سیاسي مسله نه ده، دا د هیواد او خلکو د بقا مسله ده. واقعاً زه خواشینی یم چې ولې دوی دا کار کوي."

له تادامیچي یماماتو سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG