د لاس رسي وړ اتصالات

تادین‌خان اڅکزی د کندهار د امنیه قومندانۍ سرپرست وټاکل شو


د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له وژل کیدو وروسته نن د کورنیو چارو وزارت د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرستي د جنرال رازق کشر ورور تادین‌خان اڅکزي ته وسپارله.

که څه هم تادین‌خان اڅکزی نظامي زده کړې نلري خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال لوی پاسوال جانان بارکزی وايي چې ولسمشر غني د کندهار د خلکو په غوښتنه تادین خان اڅکزی د کندهار د امنیه قومندانۍ د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د تادین‌خان اڅکزي د پيژندنې مراسمو ته په وینا کې ښاغلي بارکزي وويل چې ولسمشر غني د کندهار د خلکو په غوښتنه د جنرال عبدالرازق کشر وررو د دغه ولایت د سرپرست امنیه قوماندان په توګه ټاکلی دی.

ده وويل "نن موږ نوی امنیه قومندان معرفي کړ تادین خان د کندهار نوی امنیه قومندان دی او د ولسمشر د فرمان تر لاس لیک وروسته به يې د کورنیو چارو د وزارت لخوا نور رسمي کارونه بشپړی شي".

تادین‌خان ۳۵ کاله عمر لري.

د کندهار د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي اشنا رادیو ته وويل چې د کورنیو چارو د وزارت د امر له مخې د کندهار ټول پوليس د نوي امنیه قومندان تر امر لاندي نور خپلي دندي مخه ته وړي.

ده وويل "موږ ټول پوليس د نوي قومندان تر رهبری لاندي خپلو وظایفو ته دوام ور کوو او تر اوسه د کندهار د امنیت په برخه کې هیڅ ستونزه نده رامنځ ته شوې".

د کندهار امنیه قومندان د ټاکل کیدو موضوع پدې ولایت کې له تیرو څو ورځو راهیسی یوه جنجالي مسئله وه.

د کندهار د مخکني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق تر وژل کیدو څو ساعته وروسته د کندهار د ولسي مشرانو څخه جوړي یوې قبایلي جرګې تادین خان اڅکزی د خپل نوي امنيه قومندان په توګه وړاندیز کړ او له ولسمشر غني څخه يې وغوښتل چې د نوي قومندان د رسمي ګمارل کیدو په برخه کې عملي ګام واخلي.

د کندهار ولسي مشران ټینګار کوي چې د جنرال عبدالرازق له لوري د دې ولایت د پوليسو لیکي ډيري پیاوړي شوي او د دوام لپاره يې د ورور ګمارل کیده د ولسمشر غني له لوري پر ځای ټاکنه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG