د لاس رسي وړ اتصالات

د تایوان د زلزلې د مړو شمېر ۲۴ ته لوړ شو


چارواکي اندېښنه لري چې شاید د تلفاتو شمېر زیات شي، ځکه سلګونه کسان تر نړیدلو ودانیو لاندې ګېر پاتې دي.
چارواکي اندېښنه لري چې شاید د تلفاتو شمېر زیات شي، ځکه سلګونه کسان تر نړیدلو ودانیو لاندې ګېر پاتې دي.

په تایوان کې یوې زلزلې ګڼې ودانې ورانې کړي او لږ تر لږه ۲۴ تنه یې مړه کړي دي. زلزله د تایوان په جنوب کې د تینان په ښار کې شوې ده.

چارواکي وایي چې په لسگونو تنه لا د نړیدلو ودانیو لاندې ګېر پاتې دي چې شاید د مړو شمېر لوړ شي.

زلزلې شاوخوا ۵۰۰ کسان ژوبل کړي هم دي.

زیاتره مړه شوي کسان په هغه ۱۷ پوړیزې ودانۍ کې وو چې د زلزلې له امله ویجاړه شوې ده.

چارواکي وايي چې دوی به په دې اړه تحقیقات وکړي چې ولې دغه ودانۍ ویجاره شوه.

د امریکا د ځمک پېژندنې اداره وايي چې د ري اکتر په کچه د زلزلې شدت شپږ اعشاریه څلور وه او مرکز يې هم د تایوان د جنوب ختیځ په ۴٠ کلومېترۍ کې و.

د ټائیوان ولسمشر ما یونیو وايي "په لومړۍ مرحله کې مونږ دا معلوموو چې په کومو ځایونو کې خلک ګیري پاتې دي چې راوویستل شي. زمونږ سره د دغو خلکو د ژغورنې او په ځپل شوې سیمې کې د مرستو لپاره ډیر کسان موجود دي."

د ژغورني عمله وایي چې تر اوسه يې ٢٢٠ تنه ژغورلي دي او لگیا دي د سلگونو نورو د ژغورلو هڅې کوي.

د تینان په ښار کې لږ تر لږه دوه میلیونه خلک ژوند کوي چې زلزلې سخت وځپه.

XS
SM
MD
LG