د لاس رسي وړ اتصالات

د تایوان په اور لګیدنه کې ۴۶ تنه وژل شوي


د تایوان په جنوبي ښار کاوشانګ کې په یوې تجارتي ودانۍ کې چې خلک په کې هم اوسیدل د اور لګیدنی پیښه کې ۴۶ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي.

دغه اور د پنجشنبې په سهار اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲) په یوې ۴۰ کلنه ودانۍ کې ولګید او څو ساعته یې دوام وکړ.

د کاوشانګ ښار د اور وژنې عملې په یو بیان کې ویلي چې پدغه ۱۳ پوړیزه ودانۍ کې لګیدلی اور "ډیر سخت" و او زیاته کړې یې ده چې ددې ودانۍ څو پوړونه ویجاړ شوي دي. دغې ادارې په خپل بیان کې د ۴۶ کسانو مړینه تائید کړې ده.

ددې ښار ښاروال چن چي‌مای، وویل چې ددغې ودانۍ یوه برخه شاړه وه ځکه دمخه د یوې برخې څخه یې د رستوران او سینما په توګه استفاده کیدله چې اوس غیر فعال وو.

تر اوسه د اورلګیدلو علت ندی څرګند شوی او دولتي مقامات وایي چې پدې هکله پلټنې روانې دي.

د تایوان د خبري اژانس د رپوټ له مخې مقاماتو ویلي چې د ودانۍ د زړښت او ویجاړیو د زیاتوالي په وجه ددې ودانۍ زیاتو برخو ته لاسرسی مشکل دی چې د ژغورنې او لټونې عملیات یې ستونزمن کړي دي.

د محلي رسنیو د رپوټونو له مخې ددې ودانۍ زیات شمیر اوسیدونکي زاړه خلک وو چې په کوچنیو اپارتمانونو کې اوسیدل. دغه ودانۍ په پورتنیو پوړونو کې د اوسیدنې شاوخوا ۱۲۰ واحدونه درلودل.

د تایوان په یو شپني کلوب کې د ۱۹۹۵ کال د اورلګیدنې وروسته چې ۶۴ کسان په کې مړه شوي وو دغه اوسنۍ اورلګیدنه پدې وروستیو کلونو کې ددې هیواد تر ټولو مرګونې پیښه ده.

XS
SM
MD
LG