د لاس رسي وړ اتصالات

تسای اینګ –ون: تایوان د دې هیواد ولس پورې اړه لري


پداسې حال کې چې چین ادعا لري تایوان یې د ځمکې یوه برخه ده او که اړتیا یې وي، په زور به یې ونیسي خو د تایوان جمهور رئیسې تسای اینګ-ون شنبه نومبر ۱۲ (لړم۲۰) د انتخاباتو څخه وړاندې په یوې تندې وینا کې وویل چې د ژوند هدف یې دا دی چې دا یقیني کړي دا ټاپو د تایوان د خلکو پورې اړه ولري او دا چې د تایوان موجودیت د هچیا د پاروونې لپاره ندی.

په تایوان کې د همدې روانې نومبر میاشتې په ۲۶ مې سیمه ایز انتخابات پداسې حال کې کیږي چې د چین جمهور رئیس شې ژنپنګ د نظامي فشار د لارې پدې ټاپو چې په دموکراتیګه توګه اداره کیږي، فشار راوړي چې د بیجنګ خودمختاریت ومني.

سره لدې چې په تایوان کې انتخابات معمولاً د ښاروالۍ او شوراګانو لپاره کیږي او داخلي موضوع وي خو میرمن تسای په پایتخت تایپي کې خپلو زرګونو پلویانو ته وویل چې دا ځل په انتخاباتو کې "ډیر څه د خطر سره مخ دي".

دا لومړی ځل دی چې میرمن تسای په انتخاباتي مبارزې کې د چین په خلاف په دومره تنده لهجه خبرې کوي.

د تایوان جمهور رئیسې وویل چې د چین د جمهور رئیس د "یو هیواد، دوو نظامونو" غوښتنې ته یې غاړه نده ایښې چې له مخې به یې دا ټاپو نیمه خپلواکه خو د چین د خومختارۍ لاندې وي.

هغې وویل چې د واکمنۍ پر وخت یې ډیرو هیوادونو دا درک کړی چې د تایوان دیموکراسي او امنیت د سولې لپاره مهمه ده.

میرمن تسای زیاته کړه، "غواړم ټولو ته ووایم چې د تایوان موجودیت او په دیموکراسۍ او خپلواکۍ د تایوان د ولس ټینګار د هچا د پاروونې لپاره نده. "

میرمن تسای همدرانګه وویل چې د جمهور رئیسې په توګه غواړي هر ډول هڅه وکړي چې ممکنه کړي تایوان د تایوان د خلکو وي.

وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي د اګست په میاشت کې تایوان ته ولاړه، چین د دې ټاپو په شاوخوا کې د جنګي لوبو نظامي تمرینات وکړل او نظامي تمرینات یې لا هم ادامه لري.

د چین جنګي جیټ الوتکې تقریباً هره ورځ د تایوان د تنګې څخه تیریږي.

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن بله اوونۍ د چین د جمهور رئیس سره وګوري او سپینې ماڼۍ ویلي چې د تایوان په هکله خبرې هم په اجنډا کې شته.

د هغه قانون له مخې چې د متحده ایالتو کانګرس د تایوان څخه د ملاتړ لپاره تصویب کړی امریکا د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني خو ژمنه ده چې له دغې جزیرې سره د خپلې دفاع په برخه کې مرسته وکړي. امریکا اوسمهال تایوان ته د دفاعي تجهیزاتو ستره برابرونکی ده.

د چین جمهوریت په ۱۹۴۹ کال او د چین د داخلي جګړې پر جریان کې د کمونستانو په وړاندې د ماتې وروسته د تایوان جزیرې ته وتښتید او دغه جزیره یې د خپلواک هیواد په توګه اعلان کړه، خو د چین کمونست ګوند چې له هغه وخته تر اوسه د چین پر اصلي قلمرو واکمن دی د تایوان خپلواکي په رسمیت نه پیژني او د تایوان د رسمیت پیژندلو لپاره د هر ډول نړیوالې هڅې د مخنیوي هڅه کوي

XS
SM
MD
LG