د لاس رسي وړ اتصالات

په تایوان کې د همجنسبازانو تر منځ واده قانوني شو


د تایوان پارلمان د جمعې په ورځ (می ١٧) د همجنسبازانو تر منځ واده قانوني اعلان کړ.

دا لومړی ځل دی چې په یو اسیایي هیواد دغسې قانون پلی کیږي.

په تایوان کې دا قانون پداسې حال تصویب شو چې مذهبي بنسټونو او کلیساه گانو د هغې له تصویبولو سره مخالفت درلود.

د تایوان د همجسنبازانو د حقونو فعالانو هم د دغه قانون پلي کیدلو لپاره د هغه هیواد پر پارلمان فشار راوړی و.

د تایوان جمهور رئیسې تسای اینګ ون هم ددغه قانون ملاتړ کړی او د تصویب کیدلو وروسته یې سمدستي په خپل ټویټر کې ولیکل چې: "د می په اولسمه نیټه په تایوان کې مینه بریالۍ شوه."

هغې همداشان لیکلي چې "مونږ د تایوان د ښه والي پر لور یو لوړ ګام پورته کړ."

د دغه قانون په اړه د رای ګیرې پر مهال د پارلمان د ودانۍ بهر ګن شمیر همجنسبازان او د همجنسبازانو ضد ډلې راټولې شوې وې او یو بل ته یې د قانون د تصویب او رد په اړه تقریرونه کول.


د تایوان د اساسي قانون محکمې په کال ۲۰۱۷ کې ویلي و چې د همجسنبازانو تر منځ ودونه د دغه هیواد له اساسي قانون سره په ټکر کې نه دي او پارلمان ته یې دوه کاله وخت ورکړی و چې د هیواد نور قوانین داسې بدل کړي چې د دغه قانون سره په تضاد کې ونه اوسي.

XS
SM
MD
LG