د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د تایوان د مشر تم کېدو، له چین سره د ترینګلتیا د زیاتېدو اندېښنې پارولي


ټاکل شوې چې د تایوان مرستیال ولسمشر ویلیم لي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې مخکښ نوماند هم دی، د شنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۱) پاراګوای ته د سفر پر مهال د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې تم شي.

ویلیم لي همدارنګه پلان لري چې له پاراګوای څخه د راستنېدو پر وخت د امریکا په سان فرانسیسکو ښار کې دمه وکړي.

د نوموړي د دې اقدام سره چین مخالفت ښودلی او د تایوان په اړه یې د واشنګټن او بیجینګ تر منځ د ترینګلتیاو د لازیاتېدو اندېښنې پارولي دي.

چین د تایوان ټاپو خپله برخه بولي او له دې خپلواک ټاپو سره د امریکا د هر ډول اړیکو مخالفت کوي.

په تیرو څو میاشتو کې تایوان ته د لوړپوړو امریکايي چارواکو سفرونو د چین سخت غبرګون وپاروه او تایوان ته څېرمه په سمندر کې یې په پراخو پوځي تمرینونو لاس پورې کړ.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحدو ایالاتو له لوري د "واحد چین" پالیسي نه ده بدله شوې.

ددغه وزارت ویاند ماتیو میلر وویل:‌ "تر کومه څایه چې د تایواني مشر د ټرانزیټ موضوع ده، دغه ډول ټرانزیټي دمې پخوا هم په تیرو څو لسیزو کې ډیر ځلې شوې دي او دا کوم غیر معمول کار نه دی."

د رانډ څېړنیز بنسټ غړی ریمونډ کوو وایي، واشنګټن ددې سفر د کم ارزښته ښودلو لپاره خپل دلایل لري.

د هغه په نظر، تایوان او متحده ایالات دواړه نه غواړي چې چین راوپاروي او "دواړه غواړي چې د نظامي او اقتصادي موخو دپاره د معمول روابط وساتي."

په عین وخت کې تایوان تېره میاشت د چین له لوري د ممکنه بریدونو مخنیوي ته د چمتووالي په موخه پوځي تمرینات ترسره کړل.

د بیجینګ حکومت هیڅکله پر تایوان حکومت نه دی کړی خو هوډ لري چې دغه ټاپو په خپل حاکمیت کې شامل کړي، حتی که په زور هم وي.

په عین حال کې امریکا د غلطې محاسبې د مخنیوي په خاطر د چین سره د ارتباطاتو ټولې لارې خلاصې ساتلې دي.

امریکایي چارواکې وايي ټاکل شوې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي راتلونکې میاشت واشنګټن ته سفر وکړي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن سره وګوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG