د لاس رسي وړ اتصالات

د قرغزستان او تاجکستان تر منځ د اوربند څخه سرغړاونه ؛ ۲۴ تنه په تازه جګړو کې وژل شوي


سره لدې چې په محلي وخت د جمعې په ورځ سپټمبر ۱۶ (وږي۲۵) د قرغزستان او تاجکستان په ګډو سرحدي سیمو کې د جګړو د پای ته رسولو لپاره په اوربند موافقه وشوه خو څو ساعته وروسته دواړو هیوادونو یو بل د اروبند په ماتولو تورن کړل.

د مرکزي آسیا دې دواړو ګاونډیانو یو بل تورن کړي چې په سرحدي سیمو کې په کورونو، سرحدي پوستو او ملکي زیربناوو یې د درنو وسلو بریدونه کړي.

قرغزستان ویلي چې تاجک ځواکونو د بکتین جنوب لویدیځه سیمه په راکټ لانچرونو ویشتې او هم یې د سرحدي کارډ پوستې ویشتلې دي.

د دې هیواد د عامیې روغتیا د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې بریدونو کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په اعلامیې کې راغلي، " د بکتین په سیمه کې روغتیایي مرکزونو ته د ۲۴ کسانو مړي راوړل شوي".

خو په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې وژل شوي کسان ملکیان او که نظامیان و.

ها خوا بیا په تاجکستان کې یو حکومتي سرچینې د سرحدي ګارډ د خدماتو په حوالې ویلي چې قرغز ځواکونو په سرحدي سیمو کې خپلې مرچې قوي کړي او په دریو سرحدي کلیو یې ډزې کړي.

د اوربند د سرغړاونو څخه وړاندې د دواړو هیوادونو جمهور رئیسانو سره کتلي و او په اوربند یې موافقه کړې وه.

د ملاقات په هکله د قرغزستان د جمهوري ریاست په اعلامیې کې ویل شوي و چې دواړو مشرانو د سرحدي سیمو څخه د ځواکونو او تجهیزاتو د ایستلو امر کړی و.
تر دې مخکې روسیې د پخواني شوروي اتحاد د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی و او د جګړې د بندولو لپاره یې د سمدستي اقداماتو غوښتنه کړې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اوربند د اعلانولو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د څارنې وړاندیز تکرار کړ او له هغوی یې وغوښتل چې د اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي: "موږ پر دواړو خواوو غږ کوو چې د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو د مسئلې د حل لپاره سمدستي او هراړخیز اقدامات وکړي او د کړکېچ د زیاتولو هر ډول هڅې ودروي. "

ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ چې ۹۷۰ کیلومتره اوږده پوله لري، په منظم ډول نښتې کېږي. دا دواړه هېوادونه د خپلو پولو په نیمايي برخه دعوا لري.

په ۲۰۲۱ کال کې، د دواړو خواوو ترمنځ بې سارې نښتې د ۵۰ کسانو د وژل کیدو لامل شوې



XS
SM
MD
LG