د لاس رسي وړ اتصالات

'ډېر ژر به د تاجکستان ۱۵۰ میګاواټه برېښنا بیرته وصل شي'


په افغانستان کې د روانو نا امنو له امله ډېر کله د برښنې مزي او پایې تخریب کیږي.
په افغانستان کې د روانو نا امنو له امله ډېر کله د برښنې مزي او پایې تخریب کیږي.

برښنا شرکت وايي ډېر ژر به له تاجکستان څخه افغانستان ته د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د انتقال بهیر پيل شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت سلاکار مجتبی هوشمند نن شنبه سپتمبر۵ (وږې۱۵) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له تاجکستان هیواد سره په دې اړه خبرې شوي دي.

هغه زیاته کړه: "تاجکستان، تېره اونۍ ډاډ راکړ چې د صادراتي برېښنا بند کې د ابو سطحه بیرته عادي حالت ته ګرځېدلې ده، او دغه هیواد چمتو دی چې تر څو ۱۵۰ میګاواټه برېښنا برته افغانستان ته په کامله توګه انتقال کړي."

شااوخوا یوه میاشت مخکې تاجکستان د برېښنا اوبو بند کې د اوبو د سطحې د ټيټوالي له امله افغانستان ته د خپلې صادراتي برښنا کچه ۲۰۰ میګاواټه څخه ۱۵۰ میګاواټه راته ټيټه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تېره اونۍ له ازبکستان هیواد سره د برېښنا د انتقال لس کلن تړون لاسلیک کړ.

د دې ترڅنګ افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ ۳۰ سلنه نوره برېښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدو.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

بلخوا په افغانستان کې د روانو نا امنیو له امله ډېر کله د برېښنا مزي او پایې تخریب کیږي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو په اساس همدا وړمه ورځ د وارداتي برېښنا ۲۲۰ کیلو ولټ مزی د پلخمري- سمنګان په مسیر کې د جګړې له امله پرې شوی و.

یاد شرکت ویلي چې دغه پرې شوی مزی د لوړ ولتاژ د کار کوونکو له خوا بیرته ونښلول شو.

XS
SM
MD
LG