د لاس رسي وړ اتصالات

امام علي: افغانستان کې تازه تغیرات د سیمې ثبات او امنیت ته خطر دي

د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان دا څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې کړیدي.
د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان دا څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې کړیدي.

د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان وایي په افغانستان کې د سیاسي، بشري او دولتي ادارې اړوند بحران د سیمې د ثبات او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

ښاغلي رحمان دا څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ اسامبلۍ ته په وینا کې وکړې چې د مخکې نه ثبت شوې وه.

د تاجکستان جمهور رئیس وویل چې هیواد یې د افغانستان سره تقریباً ۱۴۰۰ کیلو متره ګډه پوله لري او په هغه هیواد (افغانستان) کې د بحران په اړه "زمونږ حکومت او ولس بې تفاوته نشي پاتې کیدی. "

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدل چې د هغه په قول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره د یوې ترهګرې ډلې په توګه ثبت دي، د سیمې وضعیت یې لا پیچلی کړی.

ټولشموله حکومت

امام علي رحمان وویل چې طالبانو د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په هکله پخپلو ژمنو وفا نده کړې. هغه وویل دا چې په حکومت کې د افغانستان سیاسي او قومي ځواک پراخ ګډون نلري، "د جدي اندیښنې وړ ده".

د تاجکستان جمهور رئیس پخپلو خبرو کې وویل چې د ګاونډي هیواد په کورنیو موضوعاتو کې لاس نه وهي خو زیاته یې کړه چې د افغانستان د سیاسي او امنیتي ستونزې د حل لپاره په کار ده چې ټولشموله حکومت د انتخاباتو او د هغه هیواد خلکو د ارادې سره سم جوړ شي.

ښاغلي رحمان وویل چې په ټولشموله حکومت کې باید ټولې سیاسي ډلې او قومي اقلیتونه برخه ولري.

هغه وویل، " هر ډول حکومت چې د افغانستان د ټول ولس ګټې پکې نه وې نغښتې، ناوړه عواقب لري."

ښاغلي رحمان د بشري حقونو په سازمانونو هم جدي انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې د بشري حقونو د سرغړاونو په ځانګړي توګه د میرمنو او ماشومانو د حقونو په پایمال کیدو چوپه خوله دي.

طالبان څه باندې یوه میاشت کېږي چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي او سره لدې چې د ټولشموله حکومت د جوړیدو ژمنه یې کړې وه خو د هغوي لخوا په سرپرستې کابینې کې تقریباً ټول طالبان او یا د هغوي پورې اړوند کسان دي. په سرپرستې کابینې کې نه یوازې دا چې نور قومونه پکې لږ دي بلکې هیڅ میرمنه پکې نشته.

This item is part of
XS
SM
MD
LG